CRI Online

د نړيوالې لومړۍ کچې د نوي ډول عمده رسنيز ارګان د ابادۍ لپاره کوښښونه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-26 22:02:38

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د مرکزي تلويزيون د جوړېدو او او د نوي چين د ټلويزيوني چارو د جوړېدو د ۶۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام وليږه. په دې پيغام کې يې د تلويزيوني چارو په پرمختګ کې د چين د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه کړې، د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن د تاسيس راهيسې د تر سره شويو کارونو او لاسته راوړنو ستاينه يې کړې، د راډيويي او تلويزيوني چارو د سمسورتيا، د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن د ابادۍ په اړه يې څرګندې غوښتنې وړاندې کړې.

له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې د چين مرکزي تلويزيون د هېواد تلويزيوني چارو د مخکښ او عمده قوت په توګه پر مناسب لوري حرکت کړی، پر خپلو دندو او اصلاحاتو يې ټينګار کړی او کوي يې، د چين د تلويزيوني او مطبوعاتي چارو تاريخي پاڼې يې اړولې دي. په تېرو ۶۰ کلونو کې د چين په تلويزيوني چارو کې تر لاسه شوي برياليتوبونه د ټولو تلويزيوني کارکوونکو وياړ دی.

رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې په څرګنده توګه د مرکزي راډيو او تلويزيون له عمومي ستېشن څخه غوښتنه کړې چې د نړيوالې لومړۍ کچې او نوي ډول د داسې عمده رسنيز ارګان د ابادۍ لپاره دې کوښښونه وکړي چې د مخکښتوب، خپرېدو او اغېزمنتوب ځواکمن قوت ولري. د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن تاسيس د يادې موخې د پوره کولو لپاره پراخه صحنه او زمينه برابره کړې.

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن تاسيس د چين د راډيويي او تلويزيوني چارو د پرمختګ د نوې مرحلې د شروع ټکی دی. نوموړی ستېشن به خلکو ته د خدمت کولو لپاره په جدي توګه خپل مسئوليت پلی کړي، د عنعنوي رسنيو او نويو رسنيو د مجموعي پرمختګ لپاره به هڅې وکړي، په نړيواله کچه د خپرېدو توان به پياوړی کړي، د نړيوالې لومړۍ کچې د نوي ډول عمده رسنيز ارګان د ابادۍ په لوري به ګامونه پورته کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای