CRI Online

په چين کې ټول قوانين، مقررات او د تګلارو سندونه د بهرنيو شرکتونو د ټېکنالوژۍ انتقال نه غواړي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-27 16:16:27

د چين حکومت په دې وروستيو ورځو کې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک واقعيت او د چين دريځ په اړه سپين کتاب خپور کړ چې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو واقعيت روښانه شوی او پر دې يې ټينګار کړی چې نشي کولی د چيني تصديو د ټېکنالوژۍ د پرمختګ له امله د دواړو خواوو ترمنځ داوطلب سوداګريز فعاليتونه اجباري ټيکنالوژۍ انتقال ته اختصاص کړي،دا له تاريخي واقعيت سره سمون نه لري او هم د تړون له روحيې څخه سرغړونه ده.يو شمېر چارواکو او کارپوهانو له خبريالانو سره د مرکو په وخت کې وويل چې چين د بهرنيو شرکتونو د ټېکنالوژۍ انتقال نه غواړي،د چيني او بهرنيو تصديو ترمنځ تخنيکي همکارۍ او نورې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ قراردادي عملونه دي چې په بشپړ ډول په رضاکارانه اصولو کې شامل دي او دواړو خواوو واقعي ګټې ورسره تړلې دي.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې بهرنيو تصديو د نويو بازارونو د پراختيا او د توليدي لګښتونو د خوندي کولو لپاره له چيني شرکتونو سره همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او ورسره تړونونه يې لاسليک کړلي دي،دا په بشپړه توګه د سوداګريزو ګټو پر بنسټ د رضاکارانه سوداګرۍ کاروبار دی .

د چين د برېښنايي معلوماتو صنعت د پرمختګ انسټېټوټ مرستيال وانګ پنګ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل چې امريکا څو ځلې د چين حکومت په ټېکنالوژۍ انتقال مجبورولو تورن کړی دی. دا يو غير مستحکم او بې اساسه تور دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای