CRI Online

پنګ لي يوان د نري رنځ مسئلې په هکله د م م د ۷۳ مې عمومې اسامبلې د عالي رتبه غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ويډيويي وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-28 08:57:05

د نري رنځ د مخنيوي او علاج په هکله د م م د ۷۳ مې عمومې اسامبلې عالي رتبه غونډه همدا اوس په نيويار کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې او د روغتيا نړيوال سازمان د نري رنځ او ايډز ناروغيو د مخنيوي او علاج په هکله د خيرښيګڼې سفيرې پنګ لي يوان د نوموړي سازمان په بلنه له نري رنځ سره د مقابلې په برخه کې د وتلې استازې په توګه د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ويډيويي وينا وکړه.

د دې د وينا محتويات:

درنو دوستان، زه د روغتيا نړيوال سازمان د نري رنځ او ايډز ناروغيو د مخنيوي او علاج په هکله د خيرښيګڼې سفيره پنګ لي يوان يم. ټولو ته د دې عالي رتبه غونډې جوړېدو له امله مبارکي او سلامونه وړاندې کوم.

په ۲۰۰۷ کال کې مې د نري رنځ ناروغۍ د مخنيوي او علاج په اړه د چيني سفيرې دنده پر غاړه اخيستې او په ۲۰۱۱ کال کې مې د خيرښيګنې سفيرې د مسئوليت په اجرا کولو پيل کړی و. دې دندې او مسئوليت ته په درنه سترګه ګورم. له لسګونو کلونو راهيسې مې د هر کال د مارچ په ۲۴مه نېټه له هغو ځايونو څخه ليدنې کړې چې هلته په ځايي خلکو کې په نري رنځ اخته ناروغانو کچه لوړه ده، څو د دې ناروغۍ په اړه د خلکو پوهاوی زيات شي، اړوند عملونه بدل شي او خلک وهڅول شي چې ګامونه پورته کړي.

سږکال مې د چين له هو بې سيمې څخه ليدنه وکړه. له څه باندې لس کلنو زده کوونکو سره مې د نري رنځ په اړوند مهم معلومات او په ژوند کې د روغتيا ساتلو لارې چارې شريکې کړې او ماشومانو ته مې د شخصي صحت د ساتنې مهم ارزښت ورښودلی و. په يوه ځايي کلي کې زه له يو وګړي سره مخامخ شوم چې هغه له نري رنځ ناروغۍ څخه جوړ شوی. هغه مې وهڅاوه چې د نري رنځ ناروغۍ د مخنيوي او علاج په اړه تبليغ کونکی کېدای شي، دغه راز هغه له نور زياتو کسانو سره د نوموړې ناروغۍ پر ضد د مبارزې تجربې شريکې کړي.

په دغه سفر کې مې د نري رنځ د مخنيوي او علاج په برخه کې غښتلو کسانو ته د جايزې ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړ. د دغو کسانو زياتره برخه ځايي کارکوونکي دي او دوی زياتې اړوندې ښايسته کيسې لري چې له تاسو سره شريک کېدای شي.

زه به له تاسو سره د يوې ډاکترې کيسه شريکه کړم. هغه د چين د سي چوان ولايت په استوګنيزه سيمه کې يوه طبي کارکوونکې ده او د دې يوه دنده په دغه سيمه کې په نري رنځ اخته ناروغانو ته د روزنې ورکول دي. په ۲۰۰۸ کال کې د سی چوان په ولايت کې سخته زلزله وشوه چې دغه سيمه يې ډېر سخت ويجاړه کړې، په دې حال کې هغې تر کوښښونو وروسته تر خپلې څارنې لاندې له پنځه سوه او څلويښتو ناروغانو سره بيا تماسونه ونيول. هغه له زلزلې وروسته د زلزلې د بيا رامنځته کېدو له خطرونو سره سره ډېرو سيمو ته په پښو تللې او په شاو خوا شلو ورځو کې يې دغو ناروغانو ته پر وخت درمل ورکړي دي. هغه د يوې ډاکترې په توګه په دې ښه پوهيږي چې په نري رنځ ناروغۍ اخته شوي ناروغان درملو ته اړتيا لري. د دې هلو ځلو ښه نتيجه تر لاسه کړې چې دغه پنځه سوه څلويښت ناروغان ټول بيا جوړ شوی او د هيڅ يو ناروغه ناروغۍ سخته شوې نه ده. دا يو ډېر ستر برياليتوب دی.

زه له ټولو فعالانو او خبري رسنيو څخه مننه کوم. موږ په چين کې د نري رنځ ناروغۍ په کارونو کې له څه دپاسه اووه لکو تنو داوطلبانو سره په ګډه کوښښونه کوو چې په سلو کې څه دپاسه پنځه اوويا سلنه کسانو ته د دې ناروغۍ په هکله زيات مالومات ورکړو او ارزښتناکې پوهنې ګټلې دې.

ما خپله په چين کې د نري رنځ ناروغۍ د درملنې په هکله د کارونو چټک پرمختګونه کتلی دی. څرنګه چې موږ د درملنې ښه خدمتونه لرو، نو موږ ناروغان په ښه توګه تشخيصولای او درملنه يې کولای شوو. په ځينو سيمو کې د نري رنځ ناروغۍ د مخنيوي کارونه د بې وزلۍ د له منځه وړلو په پلان کې يوه مهمه برخه ده. د دغې ناروغۍ د معاينې کچه ډېره لوړه شوې، نو لا زيات ناروغان بيا جوړ شوی او د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو اندازه او د دې ناروغۍ له امله د مړه شويو اندازه دواړه په مداومه توګه ټيټه شوې ده.

له بهرنيو هېوادونو څخه د ليدنې په وخت کې مې هم هڅه وکړه چې د نري رنځ ځايي حالات زما په اجنډا کې شامل کړم. ډېره خوشحاله يم چې نورو زياتو ناروغانو مرسته تر لاسه کړې ده. د بېلابېلو هېوادونو حکومتونو، نړيوالو سازمانونو، غير حکومتي سازمانونو، کارپوهانو او داوطلبانو تر ګډو هڅو لاندې دې بدلونونه رامنځ ته شي.

خو سختې ستونزې هم شته چې د درملو پروړاندې ډېر مقاومت لرونکی نری رنځ يو لوی ګواښ دی. د درمل چارې کمې دي او پانګه لږه ده، دا د نړۍ لپاره يوه ستونزه ده.

د روغتيا نړيوال سازمان د نري رنځ پر ضد ستراتيژي جوړه کړې ده. اوس عملياتو ته اړتيا لري.

غوښتنه کوم چې تاسو ټول زموږ په کتار کې ګډون وکړئ.

راځئ، پر نري رنځ اخته څو ميليونو ناروغانو ژوند د بدلولو لپاره هڅې وکړو او د نري رنځ ناروغۍ پرضد مقابله وکړو.

هيله لرم چې دغه غونډه بريالۍ شي!

ډېره مننه!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای