CRI Online

پنګ لي يوان د نري رنځ د علاج او مخنيوي په هکله د م م د ۷۳مې عمومي اسامبلۍ د عالي رتبه غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې يوه ويډيوي وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-28 14:03:59

د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د نري رنځ د علاج او مخنيوي په اړه د م م د ۷۳مې عمومي اسامبلۍ عالي رتبه غونډه په نيويارک کې ترسره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان چې د روغتيا د نړيوال سازمان د نري رنځ او ايډز ناروغۍ د علاج او مخنيوي د خيرښيګنې سفيره هم ده، د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې يوه ويډيوي وينا وکړه.

مېرمن پنګ لي يوان په خپله وينا کې له لسګونو کلونو راهيسې د يادې خيرښيګنې دندې د ترسره کولو تجربې او احساسات شريک کړل او په چين کې د نري رنځ د علاج او مخنيوي په کارونو کې د کارکوونکو کوښښونه يې هم بيان کړل. هغې پر دې ټينګار وکړ، د چين حکومت او ټولنه د نري رنځ مخنيوي او علاج ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې، او نږدې اوه لکه داوطلبان په اړوندو کارونو کې برخه لري، نو په دې وروستيو کلونو کې چين کې د نري رنځ د مخنيوي او معالجې کارونو ګړندی پرمختګ موندلی او پر دغې ناروغۍ اخته شوي ناروغان پر وخت اغېزمنه درملنه تر لاسه کولی شي او د چين په ځينو سيمو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو ترڅنګ د دې ناروغۍ د مخنيوي او علاج ډېر مهم کارونه ټاکل شوي دي. د دې ناروغۍ د پيدا کېدو او د بيا جوړېدو انډول په پر له پسې توګه لوړ شوی او په دې ناروغۍ د اخته کېدو او د ناروغانو د مړه کېدو انډول د ټيټېدو په حال کې دی. اوس په چين کې د دې ناروغۍ د مخنيوي او علاج د پوهنې د پوهېدو انډول پنځه اويا سلنې ته رسېدلی دی.

مېرمن پنګ لي يوان وويل، د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتونو، نړيوالو سازمانونو، غيرحکومتي موسيسو، کارپوهانو او داوطلبانو تر ګډو کوښښونو لاندې، په نړۍ کې د نري رنځ د مخنيوي او معالجې کارونو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړيدي. خو موږ په دې برخه کې لا هم له سختو ننګونو سره مخ يو. د روغتيا نړيوال سازمان د نري رنځ د مخنيوي ستراتيژي تصويب کړې ده، بېلا بېل هېوادونه بايد پر دې ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو د درملنې او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره تر وسې پورې زيارونه وباسي.

د م م د عمومي اسامبلۍ په ياده عالي رتبه غونډه کې د نري رنځ د مخنيوي او علاج په اړه سياسي اعلاميه خپره شوه. په دې غونډه کې ګډون کوونکو وويل، د مېرمن پنګ لي يوان ويډيوي وينا دوی ته ژوره خاطره بښلې ده. دوی د نري رنځ د مخنيوي او علاج په برخه کې د چين لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه او په ګرده نړۍ کې د دې ناروغۍ د مخنيوي او علاج لپاره د چين خدمتونه وستايل.

د روغتيا نړيوال سازمان د نري رنځ د مخنيوي د ادارې مشرې تريسا کسيوا وويل، د روغتيا د نړيوال سازمان د توبرکلوز او ايډز ناروغۍ د علاج او مخنيوي د خيرښيګنې سفيرې او د چين د دولت رئيس د مېرمن په توګه، د پنګ لي يوان د کوښښونو له کبله د دغو ناروغيو د مخنيوي او علاج په اړه د خلکو پاملرنې زياتې شوي، هغې يوه ښه نمونه جوړه کړې ده.

په نړۍ کې د نري رنځ د مخنيوي ادارې اجراييوي مديرې لوچيکا وويل د مېرمن پنګ لخوا تر سره شوي ياد کارونه او د چين هڅې او کوښښونه د ستايلو دي. غواړم چين ته وايم چې ستاسو له ملاتړ او کوښښونو څخه ډېره مننه کوم.

د روغتيا د نړيوال سازمان د ساري ناروغيو د مخنيوي ادارې د عمومي مدير مرستيال ژن مينګ هوی وويل، موږ هيله لرو چې چين به تر ۲۰۳۰ کال پورې د نري رنځ ناروغي له منځه يوسي، چين د يو داسې هېواد په توګه چې دغه ناروغي ښه کنټرولوي، په دوامداره توګه به لا زيات خدمتونه ترسره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای