CRI Online

دا د قاعدې او زورواکي او د يواړخيزتوب او څواړخيزتوب ترمنځ يوه نړيواله مقابله ده.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-28 16:24:09

په دې وروستيو دوو ورځو کې په نيويارک کې د م م د ۷۳مې دورې عمومي اسامبله په تيزه فضا کې روانه ده. له يوې خوا نه د امريکا ولسمشر دونالډ ترمپ د خپل ځان لپاره دغه خبره بيا تکرار کړه چې امريکا ته دې لومړيتوب ورکړي، د امريکا ملي ګټې تر ټولو مهمې دي او له ګلوبليزم سره يې مخالفت څرګند کړ. له بلې خوا د م م د سرمنشي انتونيو ګوټريس په شمول زياترو برخه والو استازيو پر دې ټينګار وکړ چې بايد څواړخيتوب وساتي او ډله ييز عمليات دې تر سره کړي. دغه راز د څواړخيزتوب او يواړخيزتوب او د قاعدې او زورواکي ترمنځ يوه تېزه نړيواله مقابله اوس د م م په ډګر کې روانه ده.

د م م سرمنشي ګوټريس دې ته اشاره وکړه چې اوس مهال انسانان څواړخيتوب ته سخته اړتيا لري. نو ځکه د سږنۍ عمومي اسامبلې عمده موضوع دا ده چې م م له هر کس سره نژدې اړيکې لري او د نړيوال مشرتوب او دندې پر غاړه اخيستلو له لارې له سولې او مساواتو څخه يوه ډکه او دوام لرونکې ټولنه اباده شي. هغه له برخه والو مشرانو څخه وغوښتل چې د دې لپاره خپل وړانديزونه يا نظرونه وړاندې کړي. خو د امريکا ولسمشر دونالډ ترمپ ور سره مخالفت څرګند کړ.

د تېر کال د عمومي اسامبلې په شان ترمپ د عادي بحث په وخت کې امريکا ته د لومړيتوب ورکولو په اړه د خپلې تګلارې دفاع وکړه او د م م د بشري شورا او د نړيوال جزايي محکمې په شمول پر څو نړيوالو ارګانونو او د ايران پر ذروي تړون نيوکې وکړې، د ايران، وينزويلا او جرمنۍ غندنه يې وکړه او له ګلوبليزم سره د امريکا مخالفت يې څرګند کړ. د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، د ترمپ دغه وينا د زياتو هېوادونو او برخه والو د ناخوښۍ او د زياتو غندنو او سخت مخالفت سبب شوې ده.

د بېلګې په توګه د م م سرمنشي ګوټريس څرګنده کړه: په داسې حال کې چې نړيواله ټولنه له سختو ننګونو سره مخامخ ده، د عمومي نظر پر بنسټ د ډله ييزو عملياتو تر سره کېدل يوازېنۍ لار ده. د فرانسې ولسمشر مکرون له مختلفو هېوادونو څخه د زورواکي قانون د ردولو غوښتنه وکړه. اروپايي ټولنې هم اعلان وکړ چې له ايران سره خپل سوداګريز تګ راتګ ته به دوام ورکړي او د پيسو ورکولو نوی سيستم به جوړ کړي څو چې د امريکا د لګېدلو بنديزونو منفي اغېزه ليرې شي. د ترکيې ولسمشر اردوګان ادعا وکړه چې په ټوله نړۍ کې بايد سوله او سمسورتيا اباده شي. د جنوبي افريقا ولسمشر راماسا غوښتنه وکړه چې بېلا بېل هېوادونه دې په همکارۍ سره د ګلوبليزم د کمزورېدو او د نړيوالې سوداګرۍ د خرابولو کړنو مخنيوی وکړي. د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي څرګنده کړه چې په نړيوالو چارو کې د م م مرکزي رول دې وساتل او بې ثباتې نړۍ ته دې لا زياته ثباتي راوړل شي.

م م د څواړخيزتوب د عملي کولو تر ټولو عمده ډګر دی، خو د يواړخيزتوب د ښودلو ځای نه دی. که څه هم زورواکي د نړۍ په چوکاټ کې لا تر اوسه پيدا کېږي، خو لا عادلانه او معقول لوري ته د نړيوال نظام پرمخبيول او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ تر سره کېدل فقط د نړيوالې ټولنې عمده غوښتنه ده. د م م د ۷۳مې دورې په عمومي اسامبله کې ياده تيزه مقابله کټ مټ د يادې غوښتنې څرګندونه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای