CRI Online

د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې چيني اکروباتيکه هنري ننداره وړاندې شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-28 19:50:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ګانسو ولايت اکروباتيک هنري پلاوي د سپتمبر په ۲۷ مه نېټه د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په بلنه په کابل کې د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د يتيمو ماشومانو او د بهرنيو چارو وزارت د وړوکتون د ماشومانو په ګډون څه باندې ۶۰ ماشومانو ته اکروباتيکه هنري ننداره وړاندې کړه. په دغه فعاليت کې د افغانستان د ولسمشر د عامو چارو ستر سلاکار شېر بهادر، د افغانستان د المپيک لوبو د ملي کمېټې رئيس او د سپورټ ادارې رئيس او د ولسمشرۍ ماڼۍ يو شمېر چارواکو هم ګډون کړی و.

د يوه ځايي خيريه ارګان ښوونکي سينهوا اژانس ته وويل، د دې نندارې زياتره کتونکي يتيمان دي، هيڅکله مې داسې فکر نه کاوه چې له ماشومانو سره دې دا ډول په زړه پورې هنري ننداره وګورم .له چيني هنرمندانو څخه ډېره مننه کوم.

د افغانستان د ولسمشر ستر سلاکار شېر بهادر په خپله وينا کې وويل، زه د ولسمشر اشرف غني په استازيتوب افغانستان ته د چين د ګان سو ولايت د اکروباتيک هنري پلاوي د راتګ هرکلی کوم. ما هېڅکله اکروباتيکه هنري ننداره نه ده کتلې او نننۍ هنري نندارې ته ډېر سترګې په لاره يم. په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان او چين ترمنځ راکړې ورکړې او همکارۍ ژورې شوي، چين له افغانستان سره ډېرې مرستې کړي او موږ له چينايانو څخه ډېره مننه کوو. د ګان سو ولايت اکروباتيک هنري پلاوی لومړی بهرنی کلتوري پلاوی دی چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هنري ننداره وړاندې کوي او نننۍ ننداره يې د افغانستان او چين ترمنځ د دوستۍ او کلتوري تبادلې لپاره مثبت اهميت لري.

په افغانستان کې د چين لوی سفير ليو جين سونګ په خپلو خبرو کې وويل، څو ورځې وروسته به د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو ۶۹ مه کاليزه راورسيږي،موږ غواړو له افغانانو سره دغه خوشحالي شريکه کړو. دا له تېرو ۱۷ کلونو راهيسې افغانستان ته د چين د اکروباتيکو هنري پلاويو لومړی سفر دی، د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دوی لومړې هنري ننداره ده او هم د چيني هنرمندانو لومړی ځل دی چې په ځانګړي توګه افغان ماشومانو ته هنري ننداره وړاندې کوي. له دې څخه له افغانانو سره د چين د حکومت،خلکو او هنرمندانو دوستانه احساسات څرګنديږي. ماشومان د دولت او ملت هيله ده، د دوی ماشومتوب دې په خوشحاليو سره تېر شي. لکه څنګه چې د افغانستان ملي موزيم ويلی و: که کلتور ژوندی وي، نو ملت به ژوندې پاتې شي، کلتور، سپورټ او ښوونه د انسانانو د شخصيت او قوميت د جوړولو لپاره ډېر مهم دی. چين له افغانستان سره کلتوري تبادلې ته په ډېره درنه سترګه ګوري. افغان ماشومان د جګړې له امله ډېر ځپل شوي، چين غواړي لازياتېخوشحالۍ ورکړي. هيله ده چې دغه ماشومان په خوشحالۍ لوی شي او له لويېدو وروسته د چين اوافغانستان ترمنځ د دوستۍ استازي شي.

له دغې نندارې وروسته سفير ليو جين سونګ افغان ماشومانو ته د سپيو په بڼه د لوبو سامان آلات، قرطاسيې او داسې نور توکي ډالۍ کړل.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای