CRI Online

د ښکلې راتلونکې لپاره د تاريخ يادونه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-30 16:43:14

د سپتمبر ۳۰مه نېټه په چين کې د شهيدانو د يادونې ورځې له پنځمې کليزې سره برابره ده. د بېجينګ په تيان ان من ډګر کې د شهيدانو د يادګاري څلي په وړاندې د ولسي اتلانو د يادونې لپاره درانده مراسم تر سره شول چې د چين د ملت د خپلواکۍ، د خلکو د ازادۍ او نيکمرغۍ، د هېواد د سمسورتيا او شتمنتيا لپاره د قرباني شويو اتلانو يادونې شوې دي.

ننني چين د پرمختيا په پړاو کې د يو لوی هېواد په توګه ګڼل کيږي. نړۍ چين ته پاملرنه کوي، څرنګه چې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له لارې په تيرو څلوېښتو کلونو کې له چټکې پرمختيا وروسته د نړۍ دوهم لوی اقتصاد ګرځيدلی دی. په دې موقع کې خلک بايد د چين ستر تاريخ هير نه کړي.

د نوي چين د جوړيدو له ۶۹ کلونو راهيسې چينايانو تل د سولې او خپلواکۍ د ساتلو او د چيني ملت د سمسورتيا لپاره هلې ځلې کړې او کوي يې. په تيره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون له څلويښتو کلونو راهيسې چين د نړۍ دوهم لوی اقتصاد ګرځيدلی چې نژدی ۸۰۰ مليونه تنه خلک له بې وزلۍ څخه ژغورلي او په وروستيو کلونو کې چين د نړيوال اقتصاد د پرمختيا په ترڅ کې ۳۰ سلنه خدمتونه برابر کړي دي. د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي ولسي کانګرس لخوا د هېواد د پرمختيا د ستراتيژيکو ترتيباتو له مخې، چين بايد تر ۲۰۲۰ کال پورې په هراړخيزه توګه د سمسورې ټولنې د ابادۍ پر بنسټ تر ۲۰۳۵ کال پورې په بنسټيزه توګه د اقتصاد او د ټولنيز پرمختګ د عصري کيدو چارې ريښتنې کړي او تر ۲۰۵۰ کال پورې له ديموکراتيکو تمدنونو، هوساينې او ښايستونو څخه ډک د سوسياليزم د عصري کيدو قوي هېواد اباد کړي.

د پاملرنې وړ خبره ده چې د چين په ستراتيژيکو ترتيباتو کې په عمده توګه د هېواد په دننه کې چارو ته پام اړول کيږي. چين د م م د امنيت شورا د دايمي شورا په غړيو کې يوازينی داسې هېواد دی چې ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا يې په ريښتنې توګه نه ده حل شوې او په دې هېواد کې څه دپاسه ۳۰ مليونه بې وزلي شتون لري. چين د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاس وهنې هيڅ علاقې نه لري. د هېواد د امنيت او خپلواکۍ ساتل او د خلکو د نيکمرغۍ او ارامتيا تامينول د چين تر ټولو مهم او لومړيتوبنه دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای