CRI Online

د چين د ملي جشن په مناسبت د دولتي شورا له خوا مېلمستيا جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-01 14:33:41

د چين دولتي شورا د سپتمبر د دېرشمې نيټې په ماښام په بېجينګ کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو نهه شپيتمې کاليزې د نمانځنې په مناسبت مېلمستيا جوړه کړه. شي جين پينګ، لي که چيانګ، لي جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي، هان جنګ او وانګ چي شان په ګډون د ګوند او هېواد مشرانو او څه دپاسه ۱۲۰۰ چيني او بهرنيو مېلمنو په کې ګډون کړی و.

د دولتي شورا د چين صدراعظم لي که چيانګ وينا وکړه او و يې ويل نن موږ د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو د نهه شپيتمې کاليزې نمانځنه کوو. د نوي چين د جوړيدو او پرمختيا ستر تاريخي بهير د چين د کمونېست ګوند په لارښوونه د هېواد د بېلا بېلو قومونو د خلکو تر ګډو کوښښونو لاندې عملې شوي او دا د خلکو د ژوند سويې د پر له پسې لوړتيا يو ستر بدلون هم دی. د خوشحالۍ په دې ورځ کې زه د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او د دولتي شورا په استازيتوب د هېواد د بېلا بېلو قومونو ټولو خلکو ته د ملي جشن په مناسبت مبارکۍ وايم، د هانکانګ، مکاو، تايوان او له هېواد څخه بهر په نورو هېوادونو کې ټولو ميشتو چينايانو ته نيکې هيلې وړاندې کوم او د چين د ابادۍ او پرمختيا، د اصلاحاتو او ورخلاصون په چارو کې له ملاتړ کوونکو نړيوالو دوستانو څخه د زړه له کومې مننه څرګندوم.

لي که چيانګ په خپله وينا کې وويل چې د روان کال له پيل څخه راپدې خوا د شي جين پينګ په مشرۍ د مرکزي کميټې تر ټينګې لارښوونې لاندې چين د هېواد په داخل اوبهر کې د چاپيريال د بدلونونو له نويو ننګونو سره مخامخ دی او د اصلاحاتو په ژورتيا سره يې نوي پرمختګونه موندلي، په خپله يې بهر ته د ورخلاصون دروازه لا نوره خلاصه کړې او د ديپلوماتيکو اړيکو او نړيوالو همکاريو په ټينګښت کې يې نوې پاڼه خلاصه کړې ده. هغه وويل چې روان کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له څلويښتمې کاليزې سره برابره دی. اصلاحات د چين د پرمختيا هڅونې په ترڅ کې بنسټيز انجن دی او پرمختيا په چين کې د هرې مسئلې د حلولو بنسټ او کيليدی ټکی دی.په هر حال کې به زموږ د اصلاحاتو او ورخلاصون د پرمخبيولو ټينګ هوډ پر ځای وي او بدل به نه شي.

لي که چيانګ وويل چې ورخلاصون د عصري کيدو اړينه ټاکنه ده. چين به په مداومه توګه د ورخلاصون سويه لوړه کړي، خپل پرمختګونه او ګټې به وساتي او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره د پرمختيا فرصتونه او لاسته راوړنې به شريکې کړي،په ګډه د بحثونو کولو، ابادۍ کولو او شريکولو د اصولو له مخې د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې نړيوال همکارۍ به پياوړې کړو. چين غواړي يو بل ته د غېږې خلاصولو او يو له بل سره د مرستې کولو پر بنسټ له بېلا بېلو هېوادونو سره د همکارۍ نوې فرصتونه پيدا کړي.

لي که چيانګ وويل چې په يو هېواد کې د دوو نظلمونو د عملي کولو، د هانکانګيانو لخوا په خپله د هانکانګ د ادارې کولو، د مکاويانو لخوا په خپله د مکاو د ادارې کولو او په لوړه کچه په خپله د ادارې پر تګلارو به ټينګار وشي، د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو په لويه سيمه کې د ابادۍ په ترڅ کې د هېواد د سترې برخې او د دغو دوو سيمو تر منځ همکارۍ به ټينګې شي، د يو چين د پيژندلو پر اصول به ټينګار وشي او د ۱۹۹۲ کال د ګډو پيژندنو او د هېواد د ملي حاکميت او د خاورې بشپړتيا به وساتل شي او د تايوان د جلا کيدو په اړه به هيڅ ډول توطيه او عمل ته اجازه ورنه کړی شي او د تايوان تنګي د دواړو غاړو تر منځ د اقتصادي او کولتوري تګ راتګ په ترڅ کې تايوانی شخصيتونو او تصديو ته به لا پراخ بازارونه او فرصتونه برابر شي. لي که چيانګ وويل چې موږ به د سوله ايز پرمختګ پر لارې ټينګار وکړو او د هېواد ملي مرکزي ګټې به وساتو، غواړو چې له نړيوالې ټولنې سره د سلامشورو له لارې د ګردې کرې د ادارې سيستم بشپړ کړو، له بېلا بېلو هېوادونو سره د ګډو ګټو ټکي به پراخ کړو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای