CRI Online

چين د پرمختيا په بهير کې د لوی هېواد دنده پر غاړه لري

cri     (GMT+08:00) 2018-10-01 14:51:22

د سپتمبر په پيل کې د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم په بېجينګ سرمشريزه غونډه کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې سوله او پرمختيا د اوسنۍ زمانې مضمون دی او د نړيوالې ټولنې يووالي، ځيرکتيا، زړه ورتوب ته اړتيا لري چې نړيواله ټولنه بايد تاريخي دندهپه غاړه واخلي او د زمانې د پرمختيا په ترڅ کې مسئلې حل کړي. په اوسنی وخت کې ټوله نړۍ د پخوا په پرتله له ډېرو سترو ننګونو سره مخامخ ده. نهه شپيته کلونه مخکې نوی چين جوړ شوی، اوس چين د نړيوال نظم د ساتونکي او د څو اړخيزتوب د عملی کوونکي په توګه څنګه او څه ډول د سولې او پرمختيا په برخو کې په اوسنۍ زمانه کې له کومو مسئلو سره مخامخ دی؟ د چين ځوابونه په نړيواله ټولنه کې د پاملرنې وړ دی.

خلکو دېته پام اړولی چې د سولې ساتلو لپاره چين د هېواد په دننه کې د اقتصاد او ټولنې د ثابت پرمختيا د هڅونې په عين وخت کې د م م په سوله ساتونکو ماموريتونو کې کليدی عوامل او قوي هېواد ګرځيدلی دی. دری ورځې مخکې سل چيني سوله ساتونکو کانګو کينشاسا ته تللي چې د سولې ساتلو دنده به تر سره کړي. په تېرو اته ويشتو کلونو کې چين د م م سوله ساتونکو ماموريتونو ته ۳۷ زره پوځي مامورين او سرتيرو ليږلی چې ۲۱ تنه چيني سرتيري او پوليسو د سوله ساتنې په ماموريتونو کې ځانونه قربان کړي دي. چين د م م په سوله ساتونکو دندو کې دويم لوی پانګه اچونکی هېواد دی او د امنيت شورا د دايمي شورا په پنخو غړيو کې تر ټولو زيات سوله ساتونکی ليږلي دي.

د م م د سولې ساتلو مامورتونو څانګې وياند نيک بيرنباک په دې نظر دی چې د امنيت شورا د دايمي شورا د غړي په توګه چين يوه ښه بيلګه جوړوي، څرنګه چې ځيني غړي نه غواړي د م م د سوله ساتلو په چارو کې خپل خدمتونه تر سره کړي. البته دا مهمه ده چې ځيني هېوادونه په رايګيرۍ کې ګډون کوي او لګښتونه برابروي، خو هغه فعاليتونه ډېر مهم دي چې چين په پر له پسي توګه ستونزمنو سيمو ته سوله ساتونکي پوځيان ورليږلي او ليږي يې.

په ټوله نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه چين په دې ډېر ښه پوهيږي چې بې وزلي د يو هېواد، د يوې سيمې او د يوې کورنۍ په هکله څه ډول ستونزه ده. په څلوېښتو کلونو کې د اصلاحاتو او تر ورخلاصون وروسته په چين کې نژدې اته سوه مليونه تنه خلک په وار سره له بې وزلي څخه ژغورل شوي او په نړۍ کې دويم لوی اقتصادي هېواد ګرځيدلی دی. خو اوس په چين کې لا هم څه دپاسه ۳۰ مليونه تنه بي وزلي کسان د بې وزلۍ په حال کې دی او د هر تن په سر د جي ډي پي اندازه په ټوله نړۍ کې يو اوويايم مقام نيسي. چين په داسې حال کې د بېلا بېلو خواوو قواوو هڅونه کړې او کوي يې چې يوه خوا په دريو کلونو کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو فعاليت تر سره کړي، د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې د ټولو خلکو د هوسا ژوند هيله ريښتنی کړي، بله خوا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ هڅونه وکړي، په ګډه د سلامشورو، ابادولو او شريکولو د اصولو له مخې د نړيوال کيدو په بهير کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز عملي کړي او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره د ګډې پرمختيا او سمسورتيا تجربې او فرصتونه شريک کړي.

د نوې شميرنې له مخې په ۲۰۱۳ کال کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له وړاندی کيدو راهيسې څه دپاسه سلو هېوادونو او سيمو له چين سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي، د چين او د دې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو تر منځ سوداګريز ارزښت له پنځه زره مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی، په دغو هېوادونو کې د اقتصادي او تجارتي سيمو په ابادۍ کې د پانګونو عمومي ارزښت ۲۸ مليارډ ۹۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې دغو هېوادونو ته دوه لکه ۴۴۰ زره کارونه او د څه دپاسه دوه مليارډ امريکايي ډالرو په اندازه ګمرکي تعرفې برابرې کړې دي.

د زمانې د پرمختيا په بهير کې هيڅ يو هېواد په تنهايۍ د يوازيني ټاپو په توګه په خپله پرمختګ نه شي کولی. په نړۍ کې تر ټولو د لوی پرمختيايي هېواد په توګه چين به د پخوا په شان د نړۍ د سولې او پرمختيا چارو ته نوې قوې او خدمتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای