د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د منځني پوځي سيمې قوماندان اليکساندا رابين د اکتوبر په لومړۍ نېټه وويل، د ډله ييز امنيت تړون د سازمان د ستراتيژيکو تمرينونو، چې نوم يې په جګړه کې د ورور احساس ـ ۲۰۱۸، عمومي مرحله په لومړۍ نېټه پيل شول.
د خبر له مخې، د ياد سازمان د هوايي ځواکونو لومړی ګډ تمرين د دغو ستراتيژيکو تمرينونو يوه برخه ده او له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې د روسيې په منځني پوځي سيمه کې تر سره کېږي. رابين وويل، د ډله ييز امنيت تړون سازمان به په دغه ګډ تمرين کې د ۶ غړيو هېوادونو د هوايي انتقال ډلو په وسيله د څه باندې ۳۵۰۰ سرتيرو او ۶۲۰ پوځي تجهيزاتو د انتقال چارې سر ته ورسوي. په دغه تمرين کې به په سوريه کې د روسيې د هوايي پوځ د جګړې له تجربو څخه استفاده وشي.
د ډله ييز امنيت تړون سازمان د ۲۰۰۲ کال په مې مياشت جوړ شو چې تر اوسه پورې د روسيې، بلاروس،قزاقستان، تاجکستان، ارمنستا او قرغېزستان په شمول ۶ غړي هېوادونه لري.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |