CRI Online

د م م د ۷۳مې اسامبلې سږنی عادي بحث پای ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2018-10-02 15:22:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ۷۳مې اسامبلې سږنی عادي بحث د اکتوبر په لومړۍ نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې پای ته ورسېد. په دې ترڅ کې د بېلابېلو هېوادونو استازو د څواړخيزتوب او پر مقرراتو د نړيوال نظام د ساتنې، د نړيوالو او سيمه ييزې سولې او امنيت، د دوامدار پرمختګ او اقليمي بدلون په شمول د مسئلو په اړه خپله پاملرنه څرګنده کړله.

د م م د ۷۳مې اسامبلې مشرې ماريا فيرناندا ايسپينوسا په مطبوعاتي ناسته کې وويل، خوشحاله يم چې د م م کارونو او څواړخيزتوب ډېر ملاتړ تر لاسه کړی دی او د بېلابېلو هېوادونو مشرانو وويل چې د م م مهم ځای نه شي نيولی. هغه وويل، نړۍ م م ته اړتيا لري، څواړخيزتوب بايد ټينګ شي، ځکه چې موږ بايد د نړيوالو ستونزو د حل لپاره د م م ګډ عمليات تر سره کړو.

ياد عادي بحث د سپتمبر له ۲۵مې نېټې څخه د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې تر سره شو. له څه باندې ۱۹۰ هېوادونو څخه دولتي مشرانو، حکومتي مشرانو يا عالي رتبه استازو او د نړيوالو سازمانونو استازو په غونډه کې ويناوې وکړلې.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای