CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي اژانس: د جګړې د پای اعلاميه د اټومي وسلو د پاکولو په اړه خبرو اترو کې د معاملې شرط نه دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-02 15:24:17

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي اژانس د اکتوبر په دوهمه نېټه د يوې سر مقالې په خپرولو سره وويل، د جګړې د پای ته رسيدو اعلاميه د اټومي وسلو د پاکولو په اړه خبرو اترو کې له ديموکراتيکې کوريا سره د معاملې شرط نه دی، خو د ديموکراتيکې کوريا او امريکا ترمنځ د نوي ډول اړيکو د ټينګېدو او د کوريا ټاپووزمې د سوله ييز ميکانيزم د جوړېدو اصلي بنسټ او مهم ګام دی.

د امريکا د ځينو کارپوهانو په اند امريکا بايد د جګړې د پای ته رسولو اعلاميې د منلو په بيه دا تر لاسه کړي چې ديموکراتيکه کوريا خپل اټومي پلان نظارت ته وړاندې کړي او په يونګ بيون کې له اټومي تاسيساتو او د توغنديو له تاسيساتو څخه لاس واخلي. د ديموکراتيکې کوريا د مرکزي اژانس په سر مقاله کې د ياد نظر سره په مخالفت کې راغلي چې د جګړې د پای ته رسولو اعلاميه چې د ديموکراتيکې کوريا، امريکا او د شمال ختيځې اسيا د هېوادونو له ګټو سره سمون لري او د کوريا ټاپووزمې د سولې لپاره ګټوره ده، له يوې خوا څخه بلې خوا ته ډالۍ نه ده او د اټومي وسلو د پاکولو په اړه له ديموکراتيکې کوريا سره خبرو اترو کې د معاملې شرط نه دی، د جګړې پای ته رسول د ديموکراتيکې کوريا او امريکا ترمنځ د نوي ډول اړيکو د ټينګېدو او د کوريا ټاپووزمې د سوله ييز ميکانيزم د جوړېدو لومړی بنسټ او ګام بلل کيږي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای