CRI Online

د چينايانو په زړونو کې د سيالۍ اصلي ځواک

cri     (GMT+08:00) 2018-10-02 16:54:24

زحمتکښي د چين په عنعنوي کلتور کې مهم ځای نيسي، چينايانو ته معلومه ده چې برياليتوب د کوښښونو نتيجه ده. په تېرو ۴۰ کلونو کې چين د نړيوالو لپاره د پام وړ کارونه او برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، دا پر دې تکيه کوي چې د چين مشرانو تل د اصلاحاتو او ورخلاصون پر ستراتيژۍ ټينګار کړی او کوي يې، او هم د چينايانو له کوښښونو سره نه بېلېدونکې اړيکې لري. چيايانو د کوښښونو له لارې کورنۍ، ټولنه او دولت بدل کړی دی.

د چينايانو د زحمتکښۍ په اړه، ځينۍ بهرنۍ خبري رسنۍ پر چين نيوکې کوي چې په بهر کې د ځايي خلکو په نسبت د لا زياتو چيني کارګرو د استخدام په لور نيت ښکاره کوي. خو دوی دغه مسئلې په پام کې نه نيسي چې ولې چينايان هر وخت اضافي کار کولی شي؟ ولې چيني کارګر د کار د بشپړېدو موده او کيفيت تامينولی شي؟ زحمتکښي او لوړ موثريت د عامو چينايانو په زړونو کې د سيالۍ اصلي ځواک دی.

د چين له عامو خلکو او سوداګرو پرته، د چين حکومت کارکوونکي هم ډېر زحمتکښ دي. يو حکومت څنګه دی؟ ځواب يې د خلکو په زړونو کې دی. د رويترز اژانس په يو راپور کې راغلي چې د (( يډيلمن )) د ۲۰۱۸ کال د اعتبار پلټنې د نتيجې سره سم د چين حکومت په اړه د چيني خلکو د اعتبار انډول ۸۴ سلنه دی، په تيره بيا د چين حکومت په اړه د لوړو ښوونيزو کچو او عايداتو چينايانو د اعتبار انډول ۸۹ سلنه دی چې دا رقم په نړۍ کې لومړی ځای نيسي.

چين د ۴۰ کلنو کوښښونو له لارې د نړۍ دوهم لوی اقتصادي ځواک ګرځېدلی او د نړۍ ډېر بشپړ صنعتي سيستم، د موټرونو تر ټولو لوی بازار او پرمختللي الکترونيکې سوداګريزې چارې يې خپلې کړې دي چې دا له هر يو زحمتکښ چينايي پورې اړه لري.

په چين کې د قانون له لارې د خلکو د تفريع حق ساتل کيږي، خو که چين يوه ډېره پرمختللي ټولنه وګرځي، چينايان به زحمتکښي ورکه نه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای