CRI Online

په چين کې د انسانانو د اوسيدو چاپيريال د ښه والي تجربې د اخيستلو وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-02 17:46:20

د اکتوبر لومړۍ نېټه د انسانانو د اوسيدو له نړيوالې ورځې سره برابره وه او په هغه ورځ باندې د م م د انسانانو د اوسيدو پروګرام د کينيا په نايروبي کې په عمومي مقر کې د م م په اړه د انسانانو د اوسيدو جايزو د ورکولو مراسم تر سره کړل چې له بېلا بېلو ټولنو څخه يې غوښتنه کړې چې د انسانانو د اوسيدو چاپيريال ته پاملرنه وکړي او د اوسيدلو متمدن نظرونه لوړ کړي. د چين د جيانګ سو ولايت د شوی جو ښار په وروستيو کلونو کې د ښاري شکل د بدلون او پرمختګ په ترڅ کې د هراړخيزو لاسته راوړنو له مخې جايزه تر لاسه کړې ده. د م م د انسانانو د اوسيدو پروګرام اجرائيوي منشې ميمونه محمد شريف وويل چې اوسمهال پرمختيايي هېوادونه د خلکو د اوسيدنې چاپيريال د ښه والي په برخه کې له زياتو ننګونو سره مخامخ دي چې په دې ساحه کې د چين په شمول د ځينو هېوادونو بريالۍ تجربې بايد پراخې شي.

د روان کال د انسانانو د اوسيدو د نړيوالې ورځې مضمون په ښارونو کې د جامدو کثافاتو اداره کول دي. د م م د انسانانو د اوسيدو پروګرام د نوي راپور له مخې تر ۲۰۱۰ کال پورې په ګردې کرې کې هر تن هره ورځ نژدې د صفر اعشاريه اته کيلوګرامو په اندازه کثافات جوړ کړي، که د دغو کثافاتو حلولو لارې مساعدې نه وې، تر ۲۰۲۵ کال پورې به په ټوله نړۍ کې هر کال د کثافات اندازه ۵ مليارډ ۹۰۰ مليونه ټنو ته ورسيږي چې د انسانانو د اوسيدو چاپيريال به له سختو ګواښونو سره مخ کړي. په عين وخت کې زيات پرمختيايي هېوادونه د پيسو او تجربو د کموالي له امله د کثافاتو د حلولو او د خلکو د اوسيدو چاپيريال د ښه والي په برخو کې له فشارونو سره مخامخ دي. شريف دا نظر لري چې دا ډېره مهمه دی چې له پيل څخه دې د کثافاتو د ايستنې اندازه کمه شي. د کثافاتو حلول د زياتو هېوادونو په وړاندې سخته مسئله ده. زما په نظر بايد له پيل څخه د کثافاتو د ايستنې اندازه کمه شي. نو ښوونيز او د عامه پوهاوي کارونه ډېر مهم دي چې ماشومان بايد اړوندې ښوونې ومني، نو ځوانان دې د لويدو په بهير کې د بدخرڅۍ او اسراف له عادت څخه ځانونه وژغوري. په بېلا بېلو هېوادونو کې بايد په مختلفو کچو خپل توان جوړ کړي او د بيا استفادې فلترو کيدو کارونه دې تر سره کړي.

شريف وويل چې که څه هم ننګونې ډېرې زياتې دي، خو زيات شمير هېوادونو په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو د انسانانو د اوسيدو چاپيريال د ښه والي په برخه کې ځينې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي چې ښې تجربې بايد له نورو سره شريکې شي. د کثافتونو حلولو په برخه کې د شوی جو ښار تدابير د زده کړې وړ دي. زه لومړی بايد چين ته مبارکۍ ووايم چې چين د کثافاتو حلولو په برخه کې د ځيرکو ښارونو جوړولو په چارو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او هيله لرم چې د چين حتې د نړۍ په نورو ښارونو کې د شوی جو ښار په شان په ځيرکه توګه د کثافات حلولو کارونه تر سره کړي. البته بېلا بېل هېوادونه بايد د خپل مشخص حالت له مخې خپلې لارې ولټوي چې په دې بهير کې دواملرونکي پرمختيا، ځيراکتيا او خلکو د ګټو رسول ډېر مهم دي.

شريف وويل چې په تېرو څلويښتو کلونو کې د چين د ښاري کيدو بهير ډېر چټک دی چې له ۱۹۷۸ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د ښاري کيدو انډول له نژدې اتلس سلنې څخه نژدې شپيته سلنې ته زيات شوی او د ښارونو شمير له ۱۹۳ څخه ۶۵۷ ته رسيدلی دی. په ښارونو کې د نفوس د زياتوالي له امله ننګونې هم زياتې شوې. هغه په چين کې د دغو مسئلو د حلولو په اړه د فعالو او اغيزمنو تدبيرونو ډېره ستاينه کوي. چين د ښارونو د برابرې پرمختيا او په ښارونو کې د بنسټيزو تاسيساتو او د اوسيدو د شرايطو د ښه والي لپاره يو لړ اغيزمن تدبيرونه غوره کړي دي. موږ پوهيږو چې د ښاري کيدو د پرمختګ په بهير کې هرومرو د کورونو، ترافيکو، د هوا ککړتيا او د کثافاتو د حلولو په شمول زياتې مسئلې هرومرو رامنځته کيږي. چين د اصلاحاتو په بهير کې بايد د دغو مسئلو حلولو لپاره اړين تدبيرونه ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای