CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير به له جاپان، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت، د کوريا جمهوريت او چين څخه ليدنې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-03 09:21:33

د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو به د روانې مياشتې له ۶مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې په ترتيب سره له جاپان، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت، د کوريا جمهوريت او چين څخه ليدنه وکړي.

دغه خبر د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هېټر ناويرت د اکتوبر په دوهمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې اعلان کړ. نوموړې وويل، پومپيو به له ۶مې نېټې څخه تر ۷مې نېټې پورې له توکيو څخه د ليدنې پر مهال د جاپان له لومړي وزير شينزو ابی او خارجه وزير تارو کونو سره ملاقات وکړي، په ۷مه نېټه به په پيونګ يانګ کې د ديموکراتيکې کوريا له مشر کيم جونګ اون سره وګوري او له ۷مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې به له کوريا جمهوريت څخه د ليدنې په وخت کې د دغه هېواد له ولسمشر مون جای ين او خارجه وزير کانګ کيونګ وها سره کتنه وکړي. هغه به د روانې مياشتې په ۸مه نېټه له بېجينګ څخه د ليدنې پر مهال له چيني چارواکيو سره د دوه اړخيزو، سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په اړه بحث او د نظريو تبادله وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای