CRI Online

د روسيې ځواکونو سوريې ته د توغنديو ضد د اېس - ۳۰۰ ډول دفاعي سيستم ورکړی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-03 10:48:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزير سيرګي شويګو د اکتوبر په دوهمه نېټه وويل، د روسيې ځواکونو سوريې ته د توغنديو ضد د اېس - ۳۰۰ ډول دفاعي سيستم ورکړی، څو چې د سوريې هوايي دفاعي سيستم پياوړی شي او په دې هېواد کې د روسي ځواکونو امنيت وساتل شي.

د کليمرين ماڼۍ ويبپاڼې د اکتوبر په دوهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د روسيې د دفاع وزير سيرګي شويګو په همدې ورځ د روسيې د فيډرالي امنيت په غونډه کې وويل، چې روسي ځواکونو د ولسمشر ولاديمير پوټين د پريکړې سره سم سوريې ته اېس - ۳۰۰ ډول د توغنديو ضد هوايي دفاعي سيستم ورکړی چې پکې د رادار، د جي پي اېس سيستم او د قوماندې موټر په شمول ۴۹ تجهيزات شامل دي او الکترونيکي جنګي سيستم يې بشپړ دی.

نوموړي وويل، د روسيې ځواکونو د سوريې لپاره د هوايي دفاعي شبکې د مرکزي لارښوونکی سيستم د ابادۍ په برخه کې د اړوندو سامانونو په برابرولو پيل کړی، او د روانې مياشتې له شلمې نېټې نه مخکې به يې روزنيز کارونه تر سره کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای