CRI Online

په افغانستان کې د چين سفير ليو جين سونګ د افغانستان له اجراييه رئيس عبدالله عبدالله سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-10-03 11:13:20

د اکتوبر په دوهمه نېټه، په افغانستان کې د چين سفير ليو جين سونګ په سپيدار ماڼۍ کې د افغانستان له اجراييه رئيس عبدالله عبدالله سره ملاقات وکړ او عبدالله ته يې د دوولسمې دورې د دوبني اوس فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د صدراعظم لي که چيانګ د وينا په اړه معلومات ورکړل. عبدالله د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۶۹مې کليزې په مناسبت توده مبارکي وړاندې کړه او د صدراعظم لي که چيانګ وينا ته يې لوړه پاملرنه څرګنده کړه. دواړو خواوو دغه راز د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا د راتلونکې اتلسمې غونډې، د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو او د سيمه ييزو چارو او همکارۍ په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای