CRI Online

بارهم صالح د عراق د نوي ولسمشر په توګه ټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-10-03 11:31:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د نوې دورې پارلمان د سپتمبر په دوهمه نېټه په يوه غونډه کې د رای ګيرۍ له لارې د عراق د کرد خپلواکې سيمې پخوانی صدراعظم بارهم صالح د عراق د نوي ولسمشر په توګه وټاکه.

د همدې ورځې د رای ګيرۍ په لومړي پړاو کې هيچا کافي رايې يعنې دوه په درېيمه برخه رايې تر لاسه نه کړې. په دوهم پړاو کې د کردستان د وطن پالونکې ټولنې نوماند بارهم صالح له ۲۷۲ رايو څخه ۲۱۹ رايې تر لاسه کړې، د کردستان د ديموکراتيک ګوند نوماند فواد حسن يوازې ۲۲ رايې تر لاسه کړې. دغه راز صالح د ولسمشر په توګه انتخاب شو.

ورپسې صالح د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. هغه په خپله وينا کې وويل، چې د عراق د ولسمشر دنده زما ستر وياړ دی، زه به د عراق يووالی او خپلواکي وساتم.

صالح په ۱۹۶۰ کال کې زيږيدلی او د عراق حکومت د مرستيال صدراعظم او د کرد خپلواکې سيمې حکومت د صدراعظم په توګه يې دندې تر سره کړې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای