د سين هوا اژانس د خبر له مخې، له دې وروستيو څو ورځو راهيسې د زياتو هېوادونو مشرانو د بېلا بېلو چيني سفارتونو په بلنې سره د چين د ملي جشن په وياړ مېلمستياوو کې ګډون وکړ. دوی د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۶۹ مې کليزې په مناسبت يې مبارکۍ وويلې، د چين د پرمختيايي لاسته راوړنو او په بېلا بېلو ساحو کې د چين د کړو خدمتونو لوړې قدرداني يې وکړې او له چين سره د خپلمنځي همکارۍ د لا پسې ژورتيا هيلې يې څرګندې کړې.
د افغانستان د اجرائيوي رئيس لومړي مرستيال محمد خان څرګنده کړه چې هغه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۶۹مې کليزې په درشل کې د افغان حکومت او خلکو په استازيتوب چيني حکومت او خلکو ته د زړه له کومې مبارکي وايي او هيله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي په پر له پسې ډول ژوره شي. هغه زياته کړه چې د افغانستان او چين ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري. د ورېښمو لرغونې لار له څو زرو کلونو راهيسې د دواړو هېوادنو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ شاهده ده. له تېرو څو لسيزو راهيسې د چين له خوا تر لاسه شوي پرمختيايي برياليتوبونه د ليدو وړ دي. هغه د چين د لا سمسورتيا او پياوړتيا هيله هم وښودله.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |