د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۲مه نېټه د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې يوې غونډې يوه ځانمرګي چاودونه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۱۳ تنه ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپيان شول.
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼی په همدې ورځ خبريالانو ته وويل چې دغه چاودنه د همدې ورځې ماسپښينپر يوې بجې او ۳۰ دقيقو وشوه او د چاودنې ځای يې د دغه ولايت کامه ولسوالي ده. د ابتدايي پلټنې له مخې، د بريد موخه په دغه غونډه کې ګډون کوونکي وو.
يو بل خبر له مخې، په همدې ورځ ځايي خلک د عبدال ناصر محمد په نوم له يو پارلماني غړي څخه د ملاتړ څرګندولو لپاره راغونډ شول. عبدال ناصر محمد د چاودنې له امله ټپي شو. تر پېښې وروسته پوليسو د پېښې ځای کلابند وکړ او پر پلټنې يې لاس پورې کړ. تر اوسه پورې هېچا د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |