د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون د اکتوبر په دوهمه نېټه اعلان وکړ چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو به د روانې مياشتې په ۷ مه نېټه يو ځل بيا د کوريا له ديموکراتيک ولسي جمهوريت څخه ليدنه وکړي او د ديموکراتيکې کوريا له مشر کيم جونګ اون سره به وګوري.
د ياد وزارت وياندې هيتر ناورت په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې دغه خبر اعلان وکړ. نوموړې د پومپيو او کيم جونګ اون تر منځ د خبرو اترو مشخص محتويات ښکاره نه کړل، هغې يوازې څرګنده کړه چې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا تر منځ خبرې اترې به روانې وساتل شي او له ديموکراتيکې کوريا څخه په پوره ډول د اټومي وسلو پاکول د امريکا نه بدلېدونکې موخه ده.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |