CRI Online

خپلواکه نوښت د چين د مداومه پرمختګ خوځنده ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-03 17:37:55

خپلواکه نوښت تل د چيني ملت وتلی توان دی، د پرمختګ موندلو په لاره کې د چينايانو د افکارو سرچينه ده او د چين د دوامداره پرمختګ مهم خوځنده ځواک دی.

لرغوني چين د انسانانو په تاريخ کې د نجوم علومو، جنټرۍ، سمندري تګ راتګ، رياضي او پوځي چارو په برخو کې په نړۍ کې مخکښ ځای ونيو، په تيره بيا د کاغذ جوړونې مهارت، قطب نما، باروت او چاپ مهارتونو په شمول د لرغوني چين څلور سترې اختراعګانې ډېرې مشهورې دي. د نولسمې پېړۍ له منځنۍ مودې وروسته له استعماري تيري سره د مخامخ کېدو او اقتصادي انحطاط له امله د چين تکنالوژيکي نوښت په نړۍ کې شا ته پاتې شو. خو په ۱۹۴۹کال کې د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو وروسته چين د سختو نړيوالو حالاتو او د لويديځ د اقتصادي او تخنيکي بنديزونو په وړاندې د يوې ډلې ساينس پوهانو د کوښښونو له لارې ژر د اټومي بم، هايډروجن بم او مصنوعي سپوږمکۍ تکنالوژۍ خپلې کړې.

د اصلاحاتو او ورخلاصون له څلوېښتو کلونو راهيسې په تيره بيا له وروستيو څو کلونو راهيسې د نوښت په بڼه د دولتي ستراتيژۍ په رڼا کې د چينايانو اختراعي استعدادونه ډېر فعال شوي. په ۲۰۱۷ کال کې د چين د اقتصادي زياتوالي لپاره د تکنالوژۍ پرمختګ د خدمت انډول اوه پنځوس اعشاريه پنځه سلنې ته ورسيد چې دا رقم تر ۲۰۲۰ کال پورې د شپيته سلنې موخې ته نژدې دی، د اختراعاتو د امتيازي حق غوښتنليکونو شمېر يو مليون درې سوه دوه اتيا زره و چې دا رقم په مسلسلو اوو کلونو کې په نړۍ کې لومړی ځای نيولی، د څېړنو په برخو کې يې لګښتونه يو زر اوه سوه پنځوس مليارډو يوانو ته ورسيدل چې د چين د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې يې دوه اعشاريه دوولس سلنه برخه ونيوله، په نړۍ کې د چين د خپارو شويو علمي تېزسونو شمېر په مسلسلو نهو کلونو کې په نړۍ کې دوهم ځای ونيو.

د نړيوال اقتصادي فورم بنسټګر او اجرائيه مشر کلاوس سچواب په دې وروستيو کې وويل، چې چين د نوښت په بڼه د ټولنې د ابادۍ په مدار کې پرمخ ځي. د امريکا د علمي صندوق يو راپور دا ښيي چې چين د علمي څېړنو په برخه کې د نړۍ دوهم لوی هېواد ګرځېدلی دی، په دې برخه کې لګول شوې پانګې د اروپايي ټولنې عمومي لګښتونو ته نژدې دي.

د نوښت په بهير کې د چينايانو داسې اختراعي توان د نړيوالو لپاره د حيرانتيا وړ دی چې پر ټاکلي موخې ټينګار کوي او له ستونزو څخه نه ويريږي. د بېلګې په توګه، لس کاله مخکې د چين د بې دو لارښوونکي سيستم د سامانونو الکترونيکي چيپ، موډول او سافت وير په عمده توګه پر وارداتو تکيه درلوده، خو اوس چين د بې دو سيستم مهم او کليدي برخې ټولې پخپله توليدوي او له اتياوو نه زياتو هېوادونو او سيمو ته صادروي.

اوسمهال په انساني ټولنه کې د صنايعو څلورم اصلاحات روان دي چې دا د مصنوعي ځيرکتيا، پاکې انرژۍ، د روبوټونو تکنالوژۍ، د قوانتوم معلوماتي تکنالوژۍ، وي ار او ايکولوژيک تکنالوژۍ په برخو کې د تخنيکونو اصلاحات دي. ځيني کسان وايي چې اوس چين د څلورمې دورې صنعتي اصلاحاتو سر اورګاډي ته داخل شوی، خو په لومړی واګون کې نه دی. چين په زياتو صنعتونو کې په نړۍ کې مخکښ ځای نيسي، خو د الوتکو د انجينونو او چيپونو په برخو کې پر وارداتو تکيه کوي، د هېواد د بېلا بېلو سيمو د اقتصادي او تخنيکي پرمختګ سويې برابرې نه دي. د طبيعت په نوم د نړۍ لومړۍ معتبرې علمي مجلې د شمېرنې له مخې، له ۲۰۱۲ کال راهيسې چين د اصلي څېړنو د خپرېدو په برخه کې تل په نړۍ کې دوهم ځای نيولی، انډول يې يوازې د امريکا له يو په دوهمه برخې سره برابر دی. له دې څخه ښکاري چې چين د نوښت په برخه کې زيات پټ قوت لري او نورو زياتو کوښښونو ته اړتيا لري.

د اقتصاد د نړيوال کېدو په حال کې هيڅ هېواد پخپله د نوښت ټولې ستونزې او مسئلې نه شي حلولی. په دې هکله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چيني عالمانو ته ويلي چې چين بايد د چين ځانګړتيا لرونکي د خپلواکه نوښت لار غوره کړي، د علومو او تکنالوژۍ د نوښت په نړيواله شبکه کې دې ګډون وکړي، د نړيوالو علمي چارو په اداره کې دې د چين پوهې برابرې کړي او د انسانانو ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي.

له دې څخه څرګنديږي چې چين خپلواکه نوښت د هېواد د علومو او تکنالوژۍ د پرمختګ د اصلي لارې په توګه بولي، او د يو مسئولانه هېواد په توګه هيله لري چې د نړۍ د علومو او تکنالوژۍ له ټولنو سره همکاري وکړي، د علمي پرمختګ او د انسانانو د ښې راتلونکې د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای