CRI Online

امريکا پريکړه وکړه چې د ويانا د ديپلوماتيکو اړيکو تر تعهد نامې لاندې د نړيوالې محکمې د حکميت له اړوند موافقه ليک څخه ووځي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-04 10:26:19

 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملي امنيتي چارو په اړه د امريکا د ولسمشر مرستيال جان بولټن د اکتوبر په ۳مه نېټه وويل، چې امريکا به د ويانا د ديپلوماتيکو اړيکو تر تعهد نامې لاندې د نړيوالې محکمې د حکميت له اړوند موافقه ليک څخه ووځي، دا د فلسطين هغه عمل ته ځواب دی چې د عدالت په نړيواله محکمه کې يې پر امريکا دعوا وکړه.

بولټن په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل، ولسمشر ډونالد ټرمپ پريکړه کړې چې د ويانا د ديپلوماتيکو اړيکو تر تعهد نامې لاندې د نړيوالې محکمې د حکميت له اړوند موافقه ليک څخه ووځي. د نوموړي په قول، دغه پريکړه له دې سره اړه لري چې فلسطين په دې وروستيو کې په اسرائيلو کې د امريکا سفارت د انتقال له امله د عدالت په نړيواله محکمه کې پر امريکا دعوا وکړه.

فلسطين د سپتمبر په ۲۹مه نېټه وويل، له دې امله يې د امريکا پر ضد نړيوالې محکمې ته دعوا وړاندې کړې چې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د امريکا د سفارت انتقال د ويانا د ديپلوماتيکو اړيکو له تعهد نامې څخه سرغړونه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای