CRI Online

امريکا له ايران سره دوستانه تړون لغوه کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-10-04 10:29:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، وروسته له دې چې د هيګ نړيوالې محکمې د دغه قضيې په اړه حکميت حق اعلان کړی چې ايران د ۱۹۵۵ کال له لاسليک شوي دوستانه تړون څخه د سرغړونې په تور پر امريکا دعوا وکړه، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د اکتوبر په ۳مه نېټه اعلان وکړ چې امريکا په ۱۹۵۵ کال کې له ايران سره لاسليک شوی دوستانه تړون لغوه کوي.

نوموړي په همدې ورځ خبريالانو ته وويل، چې امريکا بايد له وړاندې له دغه تړون څخه وتلي وای. د ايران د بدنيت پخوانيو کړو وړو ته په کتو په نړيواله محکمه کې د ايران دغه دعوا بې ځايه ده.

د روانې مياشتې له ۳مې نېټې نه مخکې،د هالنډ په هيګ کې د عدالت نړيوالې محکمې اعلان کړ چې پر امريکا د ۱۹۵۵ کال له دوستانه تړون څخه د سرغړونې په تور د ايران د دعوا په اړه د حکميت حق لري، او له امريکا څخه يې غوښتي چې سمدلاسه د ايران د بشر دوستۍ پر مالونو او د ملکي پروازونو د امنيت پر اړوندو توکيو او خدمتونو بدنديزونه ختم کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای