د اکتوبر په ۳مه نېټه، په افغانستان کې د چين سفير ليو جين سونګ د افغانستان له خارجه وزير صلاح الدين رباني سره ملاقات وکړ. رباني د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو ۶۹مې کليزې په مناسبت توده مبارکي څرګنده کړه، په افغانستان کې د چين ګان سو ولايت د اکروباتيکه لوبو ډلې ښايسته نندارې يې وستايلې او و يې ويل، چې د چين د سفارت له خوا جوړ شوي د چين او افغانستان د پوستي ټکټونو نندارتون ډېر ارزښت لري. دواړه خواوې په تاجکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د راتلونکې اوولسمې غونډې، د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو ترمنځ د غونډې او په بېلا بېلو ساحو کې د دوه اړخيزې همکارۍ په اړه د نظريو تبادلې وکړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |