CRI Online

ليبيا له خپل هېواد څخه نژدې سل تنه ناقانونه کډوال وايستل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-04 16:08:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، ليبيا د اکتوبر په ۳مه نېټه د کډوالو له نړيوال سازمان سره په همکارۍ له خپل هېواد څخه د بنګلاديش او پاکستان ۹۶ تنه ناقانونه کډوال وايستل.

د ليبيا حکومت د اختطاف د مخنيوي ارګان په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دغه ناقانونه کډوال په همدې ورځ د تريپولي له نړيوال هوايي ډګر له لارې بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږدول شول چې ۶۰ تنه د بنګلاديش اتباع او ۳۶ تنه د پاکستان اتباع دي. دا کار د ليبيا د حکومت او د کډوالو نړيوال سازمان ترمنځ د کډوالو د بېرته ليږلو د عملياتو يوه برخه ده.

اوس په ليبيا کې د ناقانونه کډوالو د ځای پر ځای کولو زياتره کمپونه له هغو کسانو څخه ډک دي چې دوی نيول شوي يا د بېړيو د ډوبېدو په پېښو کې ژغورل شوي ناقانونه کډوال دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای