CRI Online

د خلکو باور، د هېواد ځواک

cri     (GMT+08:00) 2018-10-04 17:02:11

روانه اونۍ په چين کې د ملي جشن له اونيزې رخصتۍ سره برابره ده، زيات کسان د هېواد بېلا بېلو ښارونو، کليو، منظرې لرونکو سيمو او د بهرنيو هېوادونو سيلانيزو ځايونو ته سفرونه کوي اود چين ملي جشن لمانځي. د رسمي شمېرنې له مخې، يوازې د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د سيلانيانو شمېر ۱۲۲ مليونه تنه و او د سيلانۍ عايدات ۱۰۳ مليارډه يوانه وو چې دواړه رقمونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې ۷ سلنه زيات شوي دي. دا شمېر په چين کې د مصرفي درجې د ټيټوالي په اړه اوازو ته ځواب دی.

د چين حکومت دا نه ردوي چې د نړيوال اقتصاد د ناارامو عواملو د زياتوالي تر سيورې لاندې د چين د اقتصادي ثبات پر وړاندې ستونزې زياتيږي، خو د دې ترڅنګ چين پر دې ټينګار کوي چې تل به د ستونزو په حل سره پرمخ ځي، هره ستونزه حل کولی شي. د جشن په رخصتيو کې د چينايانو د لګښتونو له سويې څخه پر خپل ځان او وطن د خلکو باور څرګنديږي.

په وروستيو کلونو کې چين په رښتيا سره ډېر ځله له ډېرو سختو ننګونو سره مخامخ شوی او بيا بيا يې د لويديځ د اټکل کوونکو منفي خبرې اورېدلي، خو هر ځل له ستونزو څخه تير شوی او لا ښه پرمختګونه يې تر لاسه کړي دي.

بهرنۍ نړۍ تل د چيني اقتصاد ظاهري پديدې ته پاملرنه کوي، خو د اختراع، زحمتکښۍ، يووالي او چيني خوب په شمول د چينايانو روحيو ته کمه توجه ورکوي. يادې څلور ډوله روحيې د چين ځواک دی.

د چيني مشرانو په اند، خلک باور لري، هېواد ځواک لري او ملت هيلې لري. د خلکو عقيدې د چين له خوا ستونزو ته د ماتې ورکولو، د ننګونو د حلولو او د برياليتوبونو د تر لاسه کولو ستر غوره والی بلل کيږي. دغه عقيدې په خوله ډېرې نه ياديږي، خو د خلکو په ژوند کې ښکاريږي. د بېلګې په توګه وتلې فضايي ډلې د فضانوردۍ د پرمختګ لپاره هلې ځلې کړې او کوي يې، ښاغلی نان ژن دونګ چې د فاست په نوم د تليسکوپ د پلار په توګه ياديږي، د نجوم په برخه کې ډېر مشکلونه حل کړي، د ټاپوګانو عام اوسيدونکي خپل استوګنځي ساتي، د اکسپريس کارکوونکي هر ورځ د مالونو په ليږدولو بوخت دي. چيني زحمتکښان تل د کوښښونو له لارې خپل ښه ژوند ابادوي، له نورو سره مرستې کوي او پرمختګ مومي.

د اختراع روحيه، د زحمتکښۍ روحيه، د يووالي روحيه او د چيني خوب روحيه د چيني ملت په وينو کې شتون لري. د چيني ملت تمدن چې د انسانانو له څلورو سترو تمدنونو څخه يو دی، لا هم فعال حياتي ځواک لري. د لوی زړه توب ( سخاوت)،ايماندارۍ، عدالت او همغږۍ په شمول ارزښتي افکار د چينايانو د اخلاقي نړۍ بنسټ او د عامو خلکو په ژوند کې عملي اصول دي، د بهرنيو لپاره د چيني کلتور د پېژندلو کيلي هم ده.

که څه هم اوس زياتره کسان د سولې په زمانه کې ژوند کوي، خو چينايان د ملي تاريخ په اړه ژورې خاطرې لري. څه باندې سل کاله مخکې لويديځو ځواکونو پر چين تيری وکړ، او اوس په دې موده کې چين د تسلط غوښتنې او يواړخيزم له ګواښونو سره مخامخ دی، خو دغه ستونزې د پرمختګ په لاره کې د چين د ګامونو مخه نشي نيولی. چينايانو له سلونو کلونو راهيسې د دودونو پر ساتلو، له بهرنيو تمدنونو څخه پر زده کړې، د خپل ځان پر بشپړولو او پر نوښت او پرمختګ ټينګار کړی او کوي يې. په دې وروستيو کلونو کې د چين له خوا وړاندې شوې د ورېښمو لارې روحيه او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي د چيني ملت هغه روحيه ښکاروي چې د توپيرونو په خونديتوب سره يووالی او همغږی ګاونډيتوب ساتي.

نړيواله ټولنه په تيره بيا لويديځ کله نا کله په چين نه پوهيږي حتی د چين په اړه ناوړه پوهاوی لري، د دوی په اند چينايان باور او د راتلونکي خوب نه لري. دا حقيقت نه دی. د چينايانو د باورونو په راغونډېو سره د هېواد ځواک جوړ شوی، دغه راز چين په نړۍ کې د سولې او ثبات د ساتلو او د پرمختګ د هڅولو مهم رول لوبوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای