CRI Online

پوټين: بايد د دې تامين وشي چې په سوريه کې هېڅ بهرنی موجوديت نه ليدل کېږي.

cri     (GMT+08:00) 2018-10-04 17:03:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د اکتوبر په ۳مه نېټه وويل چې د سوريې په قلمرو کې ترهګران اوس د له منځه وړل کېدو په حال کې دي. بېلا بېلې خواوې بايد د دې تامين وکړي چې په دغه هېواد کې هېڅ بهرني موجوديت نه ليدل کېږي.

پوټين په همدې ورځ په مسکو کې د روسيې لخوا د انرژۍ په اوونيز فعاليت کې د ګډون پر وخت خبريالانو ته دغه څرګندونې وکړې. هغه زياته کړه چې روسي ځواکونه به هم د سوريې حکومت په غوښتنې سره له دغه هېواد څخه ووځي. هغه دغه خبره تکرار کړه چې په سوريه کې د امريکايي ځواکونو ميشتوالی د م م د امنيت شورا منظوري او د سوري حکومت بلنه دواړه نه دي تر لاسه کړي، نو د ترهګرۍ په له منځه وړلو سره به امريکا په دغه هېواد کې د ځواکونو ميشتوالي هېڅ دليل و نه لري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای