د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اکتوبر په ۴مه نېټه وويل، د ترکيې پوځ به د سوريې له عمومي ټاکنو مخکې له دغه هېواد څخه و نه وځي.
ترکيې په تېرو دوو کلونو کې د سوريې په شمال کې څو ځله پوځي عمليات تر سره کړي دي چې د افرين په شمول د دې هېواد څو ښارونه يې تر خپل کنټرول کړل. د ترکيې، روسيې او ايران د درې اړخيز تړون له مخې، د ترکيې پوځ د سوريې په ادليب ولايت کې د څارنې ۱۲ اډې جوړې کړې دي.
د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د م م د عمومي اسامبلې د عادي بحث په وخت کې، د سوريې د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم غوښتنه وکړه چې ټول هغه بهرني پوځيان چې د سوريې د حکومت له اجازې پرته دغه هېواد ته ننوتلي ژر تر ژره دې له دغه هېواد څخه ووځي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |