د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني صدارعظمه انګيلا ميرکيل چې له اسرائيلو څخه په ليدنه کې بوخته ده، د اکتوبر په ۴مه نېټه وويل، جرمنی د دوو هېوادونو د لايحې له لارې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو د حل ملاتړ کوي.
ميرکيل په همدې ورځ د اسرائيلو له صدراعظم بنیامين نيتانياهو سره خبرې اترې وکړې. نوموړې د خبرو اترو له پای ته رسيدو وروسته په مطبوعاتي غونډه کې وويل، جرمني به د دوو هېوادونو د لايحې له لارې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو له حلولو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، د اردن سيند پر لويديځه غاړه د اسرائيلو له خوا د يهوديانو د استوګنځيو جوړونه د دوو هېوادونو لايحې د عملي کېدو پر وړاندې خنډ دی. نوموړې وويل، هغه به د فلسطين له ولسمشر عباس سره د فلسطين او اسرائيلو د سولې بهير په اړه د نظريو تبادلې وکړي.
ميرکيل د ايران مسئلې په اړه داسې وويل، چې جرمني د اسرئيلو له دريځ سره موافق دی چې اټومي وسلو ته د ايران د لاس رسي د مخنيوي لپاره دې تر وسې پورې هلې ځلې وشي. خو د يادې موخې د پوره کېدو د لارې په اړه د جرمني او اسرائيلو ترمنځ د نظريو توپير شته.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |