د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سيرګې ريابکوف وويل، له روسيې سره د اړيکو سختولو په اړه د امريکا کړه وړه خطرناک دي.
ريابکوف د اکتوبر په ۴مه نېټه د بهرنيو چارو وزارت په استازيتوب د تبصرې په خپرولو سره وويل، چې امريکا په دوامدار ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو خرابولو خبرې کوي، پر روسيې بې اساسه تورونه لګوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې سختوي چې دا د دوو ذروي قدرت لرونکو هېوادونو لپاره ډېره خطرناکه ده.
ريابکوف وويل، لوېديځ عامه افکار ته په پر له پسې ډول د روسيې د هکرانو په اړه جعلي مالومات خپروي او لوېديځه ټولنه او ټوله نړۍ غولوي، دا يوازې پر روسيې باندې د نويو بنديزونو د لګولو لپاره د يوې پلمې جوړولو په موخه کوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |