CRI Online

امريکا له ترهګرۍ سره د مبارزې نوې ملي ستراتيژي اعلان کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-05 16:09:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د اکتوبر په ۴مه نېټه له ترهګرۍ سره د مبارزې نوې ملي ستراتيژي خپره کړه. د ملي امنيت په اړه د امريکا د ولسمشر مرستيال جان بولټون وويل، د ترهګرۍ پرضد نوې ستراتيژۍ کې د امريکايي قلمرو د امنيت ساتنې، د بريدونو مخنيوي او د بريدونو له پېښېدو وروسته د زيانونو کمولو ته نوره زياته پاملرنه شوې.

دا له ۲۰۱۱ کال وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د امريکا لومړۍ خپره شوې ملي ستراتيژي ده. بولټون په همدې ورځ د دې ستراتيژۍ په اړه يوه خبري ناسته کې وويل، د داعش او القاعدې سازمان د شبکو د پراخوالي له امله امريکا درک کوي چې د دغو خطرونو په مقابل کې بايد نوې لارې چارې وکارول شي، نو په دغې نوې ملي ستراتيژۍ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه لا پراخې برخې شاملې شوي دي.

د نوې ستراتيژۍ له مخې، د امريکا اړوندې حکومتي به د ترهګرو د پانګو او مالونو د سرچينو پرې کولو، د امريکا د بنسټيزو تاسيساتو دفاع کولو، د ترهګريزو او افراطي افکارو د خپرېدو او د ترهګريزو ډلو د نويو غړو د راغونډېدو په موخه د ترهګرو د فعاليتونو مخه نيولو، د عصري وسيلو او لارو استعمالولو، د ترهګرۍ پر ضد د نړيوالو ملګرو د توان لوړولو او د سرحدي سيمو او بندرونو امنيت ساتلو ته توجه ورکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای