CRI Online

د پرمختګ بادبان اوچتول

cri     (GMT+08:00) 2018-10-05 16:56:47
د م م د ۷۳مې دورې عمومي اسامبلې په غونډه کې چې تازه پای ته ورسيده، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا امريکا ته د لومړيتوب ورکولو بيرغ پورته کړ او غږ يې وکړ چې نړيواله اداره ردوي. دغه عمل د امريکا د عنعنوي ملګرو په شمول د زياتو هېوادونو د مشرانو له غندنو سره مخامخ شوی.

(د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس )

د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د غونډې له برخوالو مشرانو او عالي رتبه استازو څخه غوښتنه وکړه چې د همکارۍ روحيه وساتي او خپره کړي او د سترو نړيوالو مسئلو د حل پلانونه طرح کړي. ځکه د م م د روانې دورې عمومي اسامبلې اصلي موضوع ده چې په ګرده نړۍ کې د مشرۍ ځواک او مسئوليت پر غاړه د اخيستلو لارې د سولې، مساوات او دوامدار پرمختګ ټولنه جوړه شي.

په اوسنۍ موده کې په ځينو لويديځو پرمختللو هېوادونو کې د تجرېد غوښتنه او يواړخيزم اوچت او فعال دی چې د نړيوالې همکارۍ او نړيوالې ادارې پر وړاندې يې خنډونه اچولي دي. دا مسئله چې څرنګه په دغه جلا کېدوونکې نړۍ کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه تاسيس کړو؟ د داوس د نړيوال اقتصادي فورم او د م م د عمومي اسامبلې په شمول مهمو نړيوالو غونډو کې ډېره د پاملرنې وړ موضوع ده. د دې مسئلې په اړه د چين له خوا وړاندې شوې هوښيارتيا او پلانونو د نړيوالې ټولنې ستاينې تر لاسه کړې دي.

(د م م د عمومي اسامبلې په غونده کې د هنګري د بهرنيو چارو او بهرني اقتصاد وزير پيتر سزيجارټو د وينا په حال کې دی)

د م م د روانې دورې عمومي اسامبلې په غونده کې د هنګري د بهرنيو چارو او بهرني اقتصاد وزير پيتر سزيجارټو له چيني رسنۍ سره په مرکه کې د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه وستايله. هغه وويل، پخوا د لويديځ پانګې د ارزانه کاري ځواک لپاره ختيځ ته روانې شوې، خو اوس د ختيځ پانګې په تيره بيا د چين پانګې لويديځ ته روانيږي چې د دې تر څنګ يې ختيځ ته د لوړ کيفيت تکنالوژي رسولې او رسوي يې. دی ډېر خوشحاله دی چې هنګري د دغه فرصت په نيولو سره د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې چيني پانګې راجلب کړې. د نوموړي په اند نوی نړيوال نظام د جوړېدو په حال کې دی.

(د چين په اړه د ايټاليا حکومت د کاري ډلې د جوړېدو مراسم)

د روان کال په جون کې جوړ شوي د ايټاليا نوي حکومت خيتيځ ته د کتلو پاليسي غوره کړې. دغه حکومت د چين په اړه ځانګړې کاري ډله جوړه کړې چې د اقتصادي پرمختګ وزارت مرستيال او د اقتصاد پوه ميکيل جيراسي د دې ډلې مشر دی، څو د ايټاليا او چين ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ طرحه کړي.

(د يو کمربند او يوې لارې په اړه د همکارۍ يوه نمونه: د يونان د پيرايوس بندر )

د چين له خوا د يو کمربند او يوې لارې غوښتنې د مطرح کېدو له پنځو کلونو راهيسې، زياتو هېوادونو او سيمو د اړوندو پروژو له پلي کېدو څخه رښتينې ګټې تر لاسه کړې دي.

کارپوهانو په ۱۳۸ هېوادونو کې د چيني پانګونو د ۴۳۰۰ پروژو په اړه د مسلسلو پلټنو له لارې دا پيدا کړې چې د چين مرستندويه پروژو په عمومي توګه د پروژو پلي کوونکو هېوادونو اقتصادي پرمختګ هڅولی دی.

امريکايي کارپوهانو دې ته اشاره کړې چې زيات مرستندويه ارګانونه او د سيمه ييز پرمختګ بانکونه بيا بيا (( جامع پرمختګ )) ته پاملرنه يادوي، خو زياتره ژمنې يې نه دي عملي شوې. خو چين دغه افکار په خوله لږ وايي، له شواهدو څخه ښکاري چې د چين پروژې کليوالو او د ټيټ عايد لرونکو سيمو ته د اقتصادي پرمختګ پراخې او اغېزمنې ګټې رسولی شي.

امريکا او روپا د يو کمربند او يوې لارې غوښتنې په رڼا کې د نړيوال تګ راتګ او پيوستون په اړه خپل پلانونه خپاره کړي. د لويديځو خبري رسنيو په قول دا له چين سره سيالي ده. خو چين په ښکاره توګه د دې هرکلی کوي، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، دا نړيوالو ته د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د هڅولو او د ورخلاصون په لوري د نړيوال اقتصاد د ابادۍ مثبته اشاره ده.

دوه کاله مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په هانګ جو کې د شلو هېوادونو ډلې د صنعت او سوداګرۍ په سرمشريزه غونډه کې وويل چې د چين په ورخلاصون کې د خپل ځان يوايني رول ننداره نه غواړو، د بېلا بېلو خواوو د ګډون هرکلی کوو. د خپل نفوذ د سيمې موندل نه غواړو، د بېلا بېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ ملاتړ کول غواړو، د خپلو ګټو پارک نه غواړو، يو داسې پارک غواړو چې بېلا بېل هېوادونه ترې برخمن وي.

د اصلاحاتو او ورخلاصون ژوروالی د چين د پرمختګ خوځنده ځواک دی، شک نشته چې د چين د ورخلاصون له پياوړتيا سره به نړۍ ته نور زيات فرصتونه برابر شي.


(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای