د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربايف د اکتوبر په ۵مه نېټه د سږ کال د ملي رپوټ د وړاندې کولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې د قزاقستان او چين ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې اوس په ثابت ډول پرمختګ کوي.
هغه وويل چې د قزاقستان حکومت به خپلو سوله خوښوونکو ديپلوماتيکو تګلارو ته دوام ورکړي او له چين سره خپلو اړيکو ته به ثابت پرمختګ ورکړي. له چين سره اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د قزاقستان لپاره د بهرنۍ اقتصادي همکارۍ يو مهم لوری دي. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د چين او قزاقستان ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته نوی خوځنده ځواک برابروي. اوس زموږ او چين ترمنځ څه دپاسه ۵۰ همکاريزې پروژې روانې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |