CRI Online

په نوي بوټل کې د پخواني شراب د اچولو تر شا د امريکا اندېښنه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-05 20:32:56

پر ځايي وخت د اکتوبر په ۴مه نېټه د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس د واشينګټن په يوه فکري تانک کې د وينا کولو په ترڅ کې د چين پر کورنيو او بهرنيو تګلارو زياتې بې بنسټه نيوکې وکړې او د امريکا په کورنيو چارو او ټولټاکنو کې د لاسوهنې په اړه يې پر چين تورونه ولګول. د چين د بهرنيو چارو وزارت دې ته ځواب ورکړ چې د پنس اړوندې خبرې بيخي دروغ دي او له واقعيتونو سره سمون نه لري. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.

په حقيقت کې د پنس له يادې وينا مخکې امريکا دغه خبر ورکړ چې سپينه ماڼۍ به د چين په مقابل کې پوره نوې تګلارې خپرې کړي. دا د ټولې نړۍ د خبري رسنيو د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی. خو د پنس وينا د زياتو خبري رسنيو د ناهيلۍ سبب شوې ده. ځکه چې د ده په وينا کې د چين په اړه يادې شوې زياتې مسئلې پخوا د امريکا لخوا مبالعه شوې دي. دغه ځل پنس يوازې پر چين باندې لګول شوي تورونه له سره خپاره کړل، يعنې دا په دې مانا چې په نوي بوټل کې يې پخواني شراب واچول.

نو ولې د امريکا حکومت په دغه مهال کې پر چين د تور لګولو لپاره دغسې وينا خپروي؟ د پاملرنې وړ دا ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو به د روانې مياشتې په ۸مه نېټه له چين څخه ليدنه وکړي. دواړه خواوې به د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه له يو بل سره د نظريو تبادلې وکړي. دا چې له يوې خوا چين ته لوړ پوړي چارواکي لېږي او له بلې خوا د چين پر تګلارې ډول ډول نيوکې کوي، د امريکا حکومت دغه ډول کړنو سره خلک بلد شوي دي. ځکه چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز اصطکاک د رامنځته کولو په بهير کې امريکا تل په دغسي چال چلند لاس پورې کړی، يعنې امريکا پر چين له خبري بريد سره مهاله خبرې اترې هم تر سره کوي څو چې لا لوړه اقتصادي بيه وړاندې کړي او د خپل هېواد دننه لا زياتې سياسي پانګې وګټي.

خو چين هېڅکله نه غواړي، هېڅ علاقه او وخت هم نه لري چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي. لومړی، چين تل پر دغو اصولو ټينګار کوي چې د بل هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه و نه کړي. دوهم، په چين کې ۳۰ مليونه تنه لا تر اوسه په بېوزلۍ کې پاتې دي او زيات شمېر پرمختيايي پلانونه يې نه دي تر سره شوي. چين دومره زيات وخت نه لري چې د نورو هېوادونو کورنيو چارو ته خپله پاملرنه واړوي.

يو چيني متل دی چې وايي، خلک دې د شتمنيو له امله خپل فکر نه ګډوډ کوي او د زورزياتي په اثر دې خپل دريځ هم نه بدلوي. د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړيکې دي چې نه يوازې د دوو هېوادونو پر عمومي ګټو اغېزه کوي، بلکې د نړۍ په سولې او پرمختګ پورې هم اړه لري.

هر څنګه چې د چين په اړه د امريکا تګلارې تنظيمېږي، پر امريکا د چين تګلارې دايمي او څرګندې دي. چين به له امريکا سره جنجال و نه کړي، د دغه هېواد پر ضد به تعاريض و نه کړي، د امريکا درناوی به وکړي او د ګډو ګټو پر بنسټ به ور سره همکاري وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای