د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بلاروس د اوسپنيزو پټليو شرکت د اکتوبر په ۵مه نېټه خبر ورکړ چې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د بلاروس له لارې د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډيو د کانتينرونو شمېر ۲۱۳ زره ۴ سوو ته ورسيد چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۵٪ زيات شوی دی.
د بلاروس د اوسپنيزو پټليو شرکت د اټکل له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې به د دې هېواد له لارې د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډيو د کانتينرونو شمېر ۵۴۰ زرو ته ورسيږي او په ۲۰۲۵ کال کې به دا شمېر يو مليون ته زيات شي.
نوموړي شرکت وويل، چې بلاروس د دې هېواد له لارې د چين او اورپا ترمنځ د کانتينر وړونکو اورګاډيو ليږدوونکو چارو ته په درنه سترګه ګوري، چيني بازارونه د بلاروس د تصديو په چارو کې مخکښ ځای نيسي، نو بلاروس د اوسپنيزو لارو د ټرانسپورټ د پرمختګ له لارې چين ته د توليداتو صادراتو د زياتولو په هڅه کې دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |