CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا جمهوريت د اکتوبر د څلورمې نېټې اعلاميې د خپرېدو يوولسمې کليزې د يادونې غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-06 16:42:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي اژانس د اکتوبر په ۶مه نېټه خبر ورکړ چې د شمال او جنوب ترمنځ د اړيکو د پرمختګ، سولې او سمسورتيا اعلاميې يعنې د اکتوبر د څلورمې نېټې اعلاميې د خپرېدو د يوولسمې کليزې په اړه د ملي يووالي غونډه د اکتوبر په ۵مه نېټه په پيونګ يانګ کې تر سره شوه. د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د عالي ولسي کانګرس د دامي کميټې د مشر کيم يونګ نام او د کوريا جمهوريت د ملي يووالي د وزير چو ميونګ ګيون په شمول د دواړو خواوو او بهرنيو هېوادونو استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ.

کيم يونګ نام وويل، يوولس کاله مخکې د شمالي او جنوبي کوريا مشرانو د پيونګ يانګ په سرمشريزه کتنه کې د اکتوبر د څلورمې اعلاميه تصويب کړه چې د ملي خپلواکۍ او لوی يووالي د رامنځته کولو راتلونکي يې روښانه کړې. هغه پر دې ټينګار وکړ چې سږ کال د دواړو خواوو مشرانو درې ځله مشريز ملاقاتونه تر سره کړي او د پانمونجوم اعلاميه او د سپتمبر د پيونګ يانګ ګډه اعلاميه يې خپره کړې، ټول ملت بايد د اعلاميو د عملي کولو لپاره ګډ ګامونه پورته کړي.

نوموړې غونډې د يو ګډ غوښتنليک په خپرولو سره څرګنده کړه چې د کوريايانو له خوا د خپل ملت د برخليک د پريکړه کولو پر اصل ټينګار بايد وشي، په دغه ځمکه کې د جګړو خطر دې په پوره توګه ليرې کړای شي، يو داسې سوله ييز کور دې اباد کړای شي چې له اټومي وسلو او اټومي ګواښونو څخه پکې ډډه وشي، د دواړو خواوو ترمنځ همکاري او تګ راتګ دې پياوړی شي او د ملت ګډه سمسورتيا دې رامنځته شي، د کوريايي ملت له ټولو خلکو څخه يې غوښتنه وکړه چې په رښتيني ډول د پانمونجوم اعلاميه او د سپتمبر د پيونګ يانګ ګډه اعلاميه پلې او مراعات کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای