CRI Online

جيان کلاود جانکر له اروپايي ټولنې څخه وغوښتل چې د بهرنۍ پاليسۍ په اړه بايد يو موافق غږ وويل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-06 16:45:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د کميټې مشر جيان کلاود جانکر د اکتوبر په ۵مه نېټه د اطريش په ملي پارلمان کې د وينا په کولو سره د دغې ټولنې له غړيو هېوادونو څخه وغوښتل چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ د تصويبېدو په بهير کې د پوره اتفاق پر ځای په ځانګړي اکثريت اصل غوره کړي څو چې يو موافق غږ وويلی شي او په نړۍ کې د اروپايي ټولنې مقام لوړ شي.

د ځانګړي اکثريت په نوم د تصويب ميکانيزم مانا دا ده چې د يوې پرېکړې تصويب بايد تر ۵۵ سلونو زيات د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو او تر ۶۵ سلونو د دې ټولنې د نفوس هوکړو ته اړتيا ولري. اوس د اروپايي ټولنې شورا د ګډ ديپلوماتيکې او امنيتي پاليسۍ په اړه د مهمو مضمونونو د تصويب په وخت کې د پوره اتفاق اصل نيسي، چې يوازې ټول غړي هېوادونه هوکړه کوي نو پرېکړه تصويب کېدای شي. د بېلابېلو هېوادونو د دريځونو د توپير له امله د يوې پرېکړې په کولو کې ستونزې شته.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای