د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان لومړي وزير شينزو ابي د اکتوبر په ۶مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره وکتل. دواړو خواوو د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مسئلې په اړه خبرې اترې وکړې او د همکارۍ نژدېوالي باندې يې هوکړه وکړه.
پومپيو د اکتوبر په ۷مه نېټه به له ديموکراتيکې کوريا څخه ليدنه وکړي. شينزو ابي او پومپيو په همدې ورځ د امريکا او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د سلامشورو په هکله د نظريو تبادلې وکړې. شينزو ابی وويل، جاپان هيله لري چې له امريکا سره د ديموکراتيکې کوريا د اټومي توغنديو او د دغه هېواد له خوا د تښتول شوو جاپانيانو پر مسئلو بحثونه وکړي.
پوپيو وويل، جاپان او امريکا بايد د نظريو يووالی وساتي او نژدې همکاري دې وساتي.
دواړو خواوو په کتنه کې يو ځل بيا تاييده کړه چې په پر له پسې توګه به پر ديموکراتيکې کوريا د بنديزونو په اړه د م م د امنيت شورا اړوند پريکړه ليک پلی کړي، او دا يې تاييد کړه چې جاپان، امريکا او کوريا جمهوريت بايد نژدې همکاري وکړي تر څو ديموکراتيکه کوريا د اټومي وسلو د پاکولو په برخه کې مشخص عمليات غوره کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |