CRI Online

د افغانستان په شمال کې وسلواله نښته کې ۱۰ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-07 16:42:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کندوز ولايت چارواکي د اکتوبر په ۶مه نېټه خبريال ته وويل، د طالبانو يوه وسلواله ډله د ۵مې نېټې له شپې څخه د ۶مې نېټې تر سهار پورې په دې ولايت کې له ملي اردو او پوليسو سره نښتې کړې چې پکې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د نوموړي ولايت مطبوعاتي وياند رحماني وويل، ياده جګړه په قلعه زال ولسوالي کې پېښه شوې ده. هغه وخت ياده وسلواله ډله په دې سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ او د پوستې د عسکرو او ساتونکو لخوا له متقابلې حملې سره مخامخ شول. د ملي اردو او پوليسو ۷ تنه وژل شوي او ۵ تنه ټپيان شوي دي، په طالبانو کې ۳ تنه وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای