CRI Online

د تايوان رسنۍ يوې وياندې هوانګ جی شيان پر چين د تورونو لګولو په هکله د امريکا د مرستيال ولسمشر د خبرو ځواب ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-10-07 22:05:00
هوانګ جی شيان: په چين کې نننی سمسورتيا او ارامتيا پر نورو هېوادونو باندې د تيرې کولو او د نورو ځايونو د استعماري کړنو په اتکا نه ده تر لاسه شوې، بلکې دا د چينايانو خپله ځيرکتيا، خدمتونه او زحمتونه دي. امريکا هم د چين د کوښښونو او هلوځلو په دې بهير کې زياتې ګټې تر لاسه کړې دي.

د اکتوبر په اوومه نېټه د تايوان د چيني ټايمز په ورځپاڼه کې د تايواني رسنۍ د يوې وياندې هوانګ جی شيان لخوا ليکل شوې يوه تبصره خپره شوه چې سرليک د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس وينا ته ځواب ورکول دي.

تبصره په لاندې ډول ده:

جلالتماب مرستيال ولسمشر ، دا ډېره د تاسف وړ ده چې د تاسو له ټاکنې مخکې د امريکا پر دوست چين مو بې بنسټه تورونه او نيوکې وکړلې. تاسو په څرګنده توګه د ريښتني او بشپړ تاريخ په هکله مالومات نه لرۍ او يا نه غواړئ ريښتنی تاريخ ياد کړئ. چين هيڅکله امريکا ته زيانونه نه دي رسولي او ورسره پوره رښتينولي لري.

په تاريخ کې د چين او امريکا تر منځ همکارۍ تل د انسانانو سولې ته ګټې رسولې دي او امريکا په دې ترڅ کې هم ډېرې ګټې تر لاسه کړې دي. کله چې په چين باندې د ځينو هېوادونو لخوا تيري شوي حتې د نورو هېوادونو لخوا په پوره توګه ويشل شوی دی. که څه هم امريکا لوی مساحت او شتمنې سرچينې لري، خو په چين باندې د تيري کولو په ترڅ کې يې خپل ځای او ونډه هم درلودلې ده. بريتانيا د چين په تيان جين ښار کې ځايونه په ايجاره نيولي، امريکا هم يو ځای نيولی چې په خپله يې ترې استفاده نه ده کړې، خو په پټه توګه يې بريتانيا ته ورکړی.

تاسو په خپله وينا کې د ګنګ ځه په نوم غرامت ياد کړی. کله چې د اتو هېوادونو ائتلافي ځواکونو د بېجينګ لرغونې ماڼۍ ته ننوتل، د چين تاريخي اثار د دوی لخوا لوټ شوي، دغو هېوادونو ته يې په پنځو کلونو کې د چين د ټولومالي عايداتو په اندازه بي شميره پيسي ورکړې دي. که څه هم امريکا پوځونه نه دي کارولي، خو د عمومي پيسو اووه اعشاريه دوه دېرش سلنه برخه يې ونيوه. دغه عمل پر کمزوري چين باندې د يوې چاړې ګوزار کول دي چې له چينايانو څخه د ژوند کولو پيسي يې لوټ کړلې.

امريکا ليرې ليد درلود، څرنګه د خپل هېواد ځمکې پراخې کړي. نو امريکا اقتصادي، تجارتي ګټې او سياسي اغيزې کارولي دي. د يلينويس پوهنتون مشر جنموس د امريکا د وخت ولسمشر سيودوري روسيويل ته د يو پيغام په لېږلو سره وويل چې که په هغه وخت کې امريکا چينايي زده کوونکي راجلب کړی، نو دا يوه ښه لاره ده چې امريکا له کولتوري لحاظه چين کنټرول کړي او بيا د پوهنې او روحيې په وسيله د چين لارښوونه وکړي.

په ۱۹۰۵ کال کې په امريکا کې د چين د دفاعي لايحې له امله په چينايانو کې د امريکايي مالونو د نه استفادې کولو روحيه رامنځته شوې. امريکا په دريو کلونو کې بير ته چين ته د يوې برخې ورکولو له لارې غوښتي دي چې د چينايانو قهر کم کړي. په واقعي توګه امريکا يوازې په خپله تر لاسه شوې زياتې برخې بير ته چين ته ورکړې دي. خو چين لا هم په ټاکلې موده کې د پوره غرامت له مخې پورونه ورکړل، امريکا يوازې تر لاسه شوې زياتې برخې ټاکلي صندوق ته ورکړل. په هغه وخت کې د هغو زده کوونکو شتوالی درلود چې د امريکا په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي او په چين کې امريکا ته د زده کوونکو ليږلو لپاره د چينګ هوا پوهنتون جوړ شوی و. خو امريکا په چين کې په اوږده موده کې خپله اغيزه پراخه کړه او دغه پيسې تر زياتې اندازې پورې په امريکا کې استعمال شوي دي چې په چين کې د امريکا بڼه بيا ښه شوې او په چين کې د امريکايي مالونو د دفاع مسئله حل شوه.

د دوهمې نړيوالې جګړې په موده کې چين د جاپان له تيري سره مخامخ او بې پشتوانې و، امريکا له چين سره مرسته و نه کړه. ان د چين لپاره تر ټولو خطرناک وخت کې امريکا لا هم جاپان ته د ستراتيژيکو مالونو د برابرولو په حال کې وه. يوازې وروسته له دې چې جاپان پر پېرل هاربر بندر ناڅاپي بريد کړی، امريکا له جاپان سره جګړه اعلان کړه. خو چين د امريکا مناسب سلوک او مرسته نه وه تر لاسه کړې. د چين د سرتيرو او خلکو سخته مرګ ژوبله د نورو هېوادونو لپاره د ياد وړ نه ده.

د يالټا په پټ تړون کې چين د امريکا په شمول د هېوادونو له خوا پلورل شو. ديا يو تای ټاپو د چين د خاورې يوه برخه وه او ده، خو له جګړې وروسته له تايوان سره يو ځای بېرته چين ته نه و ورکړل شوی. امريکا د اشغال کوونکي په حيث د ديا يو تای اداري حق جاپان ته ورکړی. ځکه جاپان د اړوندو ازموينو راپورونه امريکا ته د ورکولو په معامله د ۷۳۱ پوځ د سابقه نه لرونکو بدو کړو وړو په اړه د امريکا لسګونه کلنه چوپتيا تر لاسه کړې.

د چين اوسنۍ سوله او د خلکو ارام ژوند پر تيري او استعمار تکيه نه کوي، د چينايانو له هوښيارتيا، فداکارۍ او زحتمکښۍ څخه تر لاسه شوي. امريکا هم د چين د کوښښونو او پورته والي له بهير څخه نورې زياتې کټې تر لاسه کړې دي.

د انسانانو تمدنونه بېلا بېل پرمختيايي لارې لري. په ټولو تيري ځپلو ملتونو او هېوادونو کې ولې چين په يوه ځانګړې او هواره کې ګامونه پورته کړي او کوي يې؟ په ديموکراتيکه لار کې بايد رښتينې ګامونه پورته شي.

نن ورځ چين په بېلا بېلو برخو کې د امريکا په پرتله لا هم زيات واټن لري. موږ به د خلکو د نيکمرغه ژوند او د تمدن د سمسورتيا لپاره نور زيات کوښښونه وکړو. خو د چين دارزونې خط کش د امريکا په لاس کې نه دی. موږ دې ته معلومه ده چې امريکا پر نړۍ تسلط غواړي، نو د چين د ځواک او سمسورتيا په اړه منفي تصور لري. اوس امريکا پر چين د برترۍ لپاره په بېلا بېلو ساحو کې پر چين د کلابندۍ په هڅه کې ده، دا معقوله نه ده. د چين کار چې د خپل برياليتوب د موندلو تر څنګ نورو ته ګټې هم رسوي، د انسانانو لپاره لا ګټور دی.

(هوانګ جی شيان)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای