CRI Online

امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د خپلو مشرانو ترمنځ د دوهم ځل کتنې د ژر ترسره کېدو په اړه موافقې ته رسېدلي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-08 10:12:43
امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د خپلو مشرانو ترمنځ د دوهم ځل کتنې د ژر ترسره کېدو په اړه موافقې ته رسېدلي دي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼۍ چيونوادای د ملي اړيکو لومړي سکريټر يون يونګ چان د اکتوبر په ۷مه نېټه وويل، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو چې په همدې ورځ د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ته سفر کړی او بيا وروسته د کوريا جمهوريت ته ورسېد، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين ته اړوند مالومات ورکړل.

پمپيو مون جای اين ته وويل، له ديموکراتيکې کوريا څخه د ليدنې په ترڅ کې يې له کيم جونګ اون سره په دې اړه موافقه کړې ده چې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا مشران بايد په نږدې وخت کې د دوهم ځل کتنه وکړي. دواړو خواوو له ذروي وسلو څخه د پاکوالي په هکله د ديموکراتيکې کوريا د راتلونکو تدبيرونو او امريکا ديموکراتيکې کوريا ته د يو پلاوي د ليږلو په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړل.

مون جای اين هيله وښودله چې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو ترمنځ د دوهم ځل کتنه په برياليتوب ترسره شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای