CRI Online

د امريکا په نيويارک ايالت کې د ترافيکې پېښې له امله ۲۰ تنه مړه شول

cri     (GMT+08:00) 2018-10-08 11:09:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د نيويارک ايالتي پوليس د اکتوبر په ۷مه نېټه تائيد کړه چې پرون په دې ايالت کې د يوې ترافيکې پېښې له امله ۲۰ تنه مړه شول.

د نيويارک ايالتي پوليس د روانې مياشتې د ۷ مې نېټې په ماسپښين کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دغه ترافيکي پېښه پر ځايي وخت د ۶ مې نېټې د ماسپښين په ۲ بجو شاوخوا رامنځته شوه او يو لوی موټر د نيويارک ايالت د سکوهاري ولسوالۍ پر سړک کې څلور لارې ته په رسېدلو سره له يو موټر سره ټکر وکړ. په لوی موټر کې ۱۸ تنه ټول مړه شوی او ۲تنه نور لارويان هم مړه شوي دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای