د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې ولسمشر بشار الاسد د اکتوبر په ۷مه نېټه وويل، د سوريې حکومت به د مخالفينو په لاس کې پاتې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د سوريې واکمن ګوند يعنې د بعث مرکزي کمېټې په همدې ورځ يوه ناسته جوړه کړه، د دې ګوند عمومي منشي بشار په دې ناسته کې وويل، د سوريې ادليب ايالت او د مخالفينو په لاس کې نورې خاورې به بيا د حکومت تر کنټرول لاندې راوستل شي. د ادليب ايالت په اړه د روسيې او ترکيې تړون لنډمهالی دی، سوريې له دې تړون څخه ګټه اخيستلې او لومړۍ ګټه يې د شخړو مخنيوی شوی دی.
بشار وويل، په راتلونکې کې به د سوريې پر مخ ننګونې د داخلي جګړې په پرتله لا سختې وي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |