امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت به د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ د دوهم ځل کتنې لپاره ژر کاري مشوره وکړي
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت خبري اژانس د اکتوبر په ۸مه نېټه خبر ورکړ، د دې هېواد مشر کيم جونګ اون د اکتوبر په ۷مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پمپيو سره وکتل. دواړو خواوو موافقه کړې چې د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ د دوهم ځل کتنې لپاره به ژر کاري مشوره وکړي .
د خبر له مخې، کيم جونګ اون له پمپيو سره په خبرو اترو کې باور څرګند کړ چې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو ترمنځ د دوهم ځل کتنې په اثر به دواړه خواوې د ګردې نړۍ د پاملرنې وړ مسئلې د حلولو او د تېر ځل په کتنه کې وړاندې شوې موخې د عملي کولو په برخو کې ستر پرمختګ ومومي. کيم جونګ اون له ټرمپ سره د لومړي ځل کتنې په ترڅ کې د شوې ګډې اعلاميې د تطبيق حالات وستايل او د کوريا ټاپووزمې د اوضاعو، د ذروي وسلو د پاکوالي د لايحې او د دواړو خواوو د پاملرنې وړ موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.
د يو بل خبر له مخې، له ديموکراتيکې کوريا څخه د پمپيو د ليدنې په وخت کې، ديموکراتيکې کوريا دا وړانديز کړی چې څارونکي د پونګګوی- ري ذروي ازمويښتي ډګر څارنه کولای شي تر څو دا تصديق کړي چې د دې ډګر د پرېښودلو بهير نه بدلېږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |