د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان لومړي وزير شينزو ابي څو ورځې مخکې وويل، جاپان د دې هر کلی کوي چې بريتانيا له اروپايي ټولنې څخه تر وتلو وروسته د ارام سمندر د همکاريزو اړيکو په تړون يعنې TPPتړون کې ګډون وکړي.
شينزو ابي د اکتوبر په ۷مه نېټه د بريتانيا د مالي ټايمز ورځپاڼې له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، له اروپايي ټولنې څخه تر وتلو وروسته به بريتانيا د اروپا د دروازې مقام له لاسه ورکړي، خو بريتانيا لا هم يو نړيوال توان لرونکی هېواد دی. هغه هيله وښودله چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو له امله به پر نړيوال اقتصاد او جاپاني تصديو منفي اغېزه ډېره ټيټه شي.
د بريتانيا د نړيوالې سوداګرۍ وزير ليام فوکس په تېره جولای کې ويلي چې هغه به په دې اړه د خلکو نظرونه واخلي چې ايا بريتانيا به له اروپايي ټولنې څخه تر وتلو وروسته په TPPتړون کې ګډون وکړي او که نه؟
TPPتړون اوس د جاپان، ويتنام، کاناډا او استراليا په شمول ۱۱ غړی لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |