CRI Online

د چين د ملي جشن په رخصتيو کې د چينايانو سيلانيز لګښتونه د دوي پر راتلونکي د باور ښکاروندويي کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-08 17:32:17

په چين کې د ملي جشن اوه ورځنۍ رخصتي تازه پای ته ورسيده.يوه رسمي سروې ښيي چې پخوا به د رخصتيو په موده کې د شيانو اخيستل د ډېرو چينايانو خوښېدل، خو د سږني ملي جشن په رخصتيو کې ډېرو چينايانو د سيلانۍ او زده کړې په شکل خپله رخصتي وکړه. د هېواد په دننه کې هغو سيلانيزو ځايونو او نندارتونونو چې اوږد تاريخ يا کلتور لري، د نورو سيلانيزو ځايونو په پرتله زيات سيلانيان راجلب کړي وو. د دې ترڅنګ په بهرنيو هېوادونو کې د چينايانو سيلانيز لګښتونه هم بدل شوي دي. د اړوندو کارپوهانو په نظر د چينايانو سيلانيز لګښتونه د دوي پر راتلونکي د باور ښکاروندويي کوي.

مېرمن پنګ د ملي جشن په رخصتيو کې د هو بې ولايت دوو موزيمونو او د هوانګ هه په نوم د تاريخي برج سيل وکړ کوم چې په چيني شعرونو کې ډېر ځله ياد شوي دي. مېرمن پنګ وايي:

((په دې اوه ورځنۍ رخصتۍ کې مې د هو بې ولايت مرکز د وو هان ښار او جينګ جو ښار سيل وکړ، سفر مې ډېر ښه و. جينګ جو د چو ملک قلمرو و، هلته مو د لرغونې موسيقۍ په زړه پورې سازونه واوريدل. هوانګ هه برج ډېر ښکلی دی،کله چې دغه برج ته پورته کېدم، د يانګ ځه سيند ښايسته منظره مې ترسترګو کېده او د څو چيني وتلو شاعرانو شعرونه مې په تصور کې مخې مخې ته کېدل.))

له تاريخي ځايونو سره بيره ځيني طبيعي منظرې هم د سيلانيانو ډېرې خوښې شوې.

د داخلي مغولستان کورواکې سيمې چنار ځنګل، په شي ځانګ کورواکه سيمه کې د نان جيا با وا د غره څوکې او الي ناحيې په دې رخصتۍ کې ډېر سيلانيان راجلب کړي وو.

د سيلانيز کيفيت لوړتيا د چينايانو د لګښتونو د بدلونونو ښکارندويي کوي. د تو نيو په نوم د يوه چيني سيلانيز شرکت سروې ښيي چې د چين د ملي جشن د رخصتۍ په ورځو کې د چينايانو د سيلانۍ د هدف ځايونو په درجه بندۍ کې فرانسې، ايټاليې، سويس، جرمني، روسيې، امريکا، ترکيې، اطريش ، عربي متحده امارات او چک مخکښ لس ځايونه نيولي. د تو نيو شرکت مسئوله جاو شوانګ وايي:

((د فوټبال نړيوال جام تر اغېزې لاندې ډېرو چيني سيلانيانو د ملي جشن په رخصتۍ کې روسيې ته سفر وکړ. سربيره پردې ترکيې ته لس ورځنی سيل ،مصر او ترکيې ته پنځه لس ورځنی سيل او داسې نور سيلانيز پروګرامونه هم د سيلانيانو ډېر خوښ شول.))

په بهرنيو هېوادونو کې د چيني سيلانيانو په زياتېدو سره د موبايل فونونو په وسيله د ان لين تاديې څپه هم پورته شوې ده. د Alipay په نوم شرکت سروې ښيي چې د چين د ملي جشن په رخصتۍ کې د بريتانيې د Bicester Village په نوم لوی بازار کې د ان لين تاديه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹۰ چنده زياته شوې او د استراليا د سيډني په هوايي ډګر کې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۵ برابره زياته شوې ده.

د سيلانۍ لپاره د چين د ملي جشن رخصتۍ کې مصروفيت د چينايانو د لګښتونو د بدلونونو ښکارندويي کوي. د چين د خلکو پوهنتون د چونګ يانګ اقتصادي انسټيټيوټ څېړونکی بيان يونګ زو په دې اړه وايي:

((د سياحتي بازار بدلون ښيي چې زيات چينايان د معنوي اړتياوو پوره کول غواړي . يوه خوا د جامو، خوراک څښاک ، استوګنې او ترافيک د اړتياوو له پوره کېدو وروسته د چينايانو د ژوند سويه لا لوړه شوې ده، له بلې خوا دا هم ښيي چې چينايان پر خپل راتلونکي زيات باور لري، نوځکه خپلې زياتې پيسې يې د خپلو معنوي اړتياوو د پوره کولو لپاره لګولې دي. د دې ترڅنګ ډېرو سيلانيانو تاريخي ځايونو ته سفر کړی او له دې څخه څرګنديږي چې چينايان پر خپل کلتور هم باور لري.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای