CRI Online

قزاکستان له چين سره همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري

cri     (GMT+08:00) 2018-10-09 10:12:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د قزاکستان ولسمشر نورسلطان نظربايوف د اکتوبر په اتمه نېټه وويل چې قزاکستان له چين سره هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او له چين سره د سياسي اړيکو له ټينګولو راهيسې يې پر نيک ګاونډيتوب او متقابلو ګټو او باور ټينګار کړی چې له امله يې د هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو نمونه ګرځېدلې ده.

نظربايوف دغه څرګندونې په همدې ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په دې هېواد کې د چين لوی سفير جانګ شياو باور ليک د منلو په ترڅ کې وکړې.هغه وويل چې د روان کال په جون کې يې چين ته سفر کړی و او د شانګهای د همکارۍ سازمان د چينګ داو په سرمشريزه غونډه کې يې د ګډون په موده کې له چيني مشرانو سره ډېرې مهمې ګډې نظريې تر لاسه کړې چې ورڅخه د قزاکستان او چين ترمنځ د اړيکو لوړه سويه څرګنده شوې ده. اوس دواړه خواوې د دغو ګډو نظريو د پلې کولو او د روښانه لار په نوم د نوې اقتصادي تګلارې او د يو کمربند او يوې لارې د پيوستون او يو ځای کېدو لپاره هڅې کوي چې دا به د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره غښتلی خوځنده ځواک برابر کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای