د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان صدراعظم عمران خان د اکتوبر په اتمه نېټه په يوه لوړ پوړې حکومتي غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې بايد ژر تر ژره د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز تر چوکاټ لاندې دې ځانګړې اقتصادي سيمه جوړه شي چې دا به د دې هېواد د ځايي چارو د عصري کېدو او د ځوانانو د استخدام په موخه د ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره ګټوره وي.
د دې هېواد د صدراعظم دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې عمران خان په ياده غونډه کې ويلي چې د ياد دهليزپه تړاو د پروژو ژر جوړونه به نه يوازې د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي اړيکو د لازياتو پټو ځواکونو د موندلو بلکې د ګردې سيمې د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټوره وي. د دې ترڅنګ هغه هم غوښتنه کړې چې لازيات پانګوال په دغه دهليز کې داخل شي.
هغه پر دې ټينګار وکړ چې د پاکستان او چين ترمنځ د هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د اړيکو پياوړتيا د پاکستان د ديپلوماتيکو چارو بنسټ دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |