CRI Online

د پاکستان حکومت په پېښور کې د خوړو واټ د ترميم او جوړولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-09 15:29:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې زموږ خبريال د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت کې د مرکزي ښار پېښور د خوړو او پخوانيو تاريخي ميراثونو له واټ څخه ليدنه وکړه چې ودانۍ يې له ۱۸مې پېړۍ څخه تر ۱۹مې پېړۍ پورې جوړې شوې او تر ترميمېدو وروسته يې نوې بڼه خپله کړې ده.

پېښور د پاکستان د خيبرپوښتونخوا ايالت مرکزی ښار دی او له افغانستان سره ګډه پوله لري چې پخوا د کوشاني امپراطورۍ پلازمينه او د ګندهارا کلتور سرچينه وه او د منځنۍ اسيا، جنوبي اسيا او منځني ختيځ ترمنځ سوداګريز مرکز هم و، نو غني تاريخ او کلتور لري.

د سپتمبر ۱۱مې نيټې تر پېښې وروسته د طالبانو واک په نسکورېدو سره سره ځيني طالب وسله وال په دې ايالت کې پاتې شوي چې له امله يې پر دې ښار ترهګريز سيوری غوړېدلی دی .د ۲۰۱۴ کال له پايه څخه د پاکستان پوځ د ضرب عذاب په نوم پوځي عمليات پيل کړي او پر طالبانو يې سخت ګوزارونه کړي چې په پايله کې د ياد ښار امنيتي وضعيت په څرګنده توګه ښه شوی دی .

د لازياتو سيلانيانو او بهرنيو پانګوالو د راجلبولو په موخه د دې ايالت ځايي حکومت دوه مليونه پنځه لکه امريکايي ډالره پانګه اچولې او ياد واټ يې ترميم کړی چې پروژه يې د تېر کال له دسمبر څخه پيل شوې وه او د روان کال په جون کې بشپړه شوې ده.تر دې وروسته دغه واټ ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي راجلب کړي او هره ورځ پکې زياته ګڼه ګوڼه ليدل کيږي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای